شاته

د یونېسېف خبرداری: د مرستې کمی به په افغانستان کې ماشومان خوراک د کمي سره مخامخ کړي

د متحده قومونو د ماشومانو د خېرښېګړې ادارې یونېسېف خبرداری کړی چې ادارې سره د نړیوالې په مالي مرستو کې د کمېدو په نتیجه کې په افغانستان کې ماشومان خوراک د کمی سره مخامخ کړي دي.

یونېسېف د غذایت د څانګې مشرې مېلېني ګېلوېن د یونېسېف په ټوېټر اکاونټ د زیارت، پنجشنبې،‌ په ورځ خپور شوي وډیو پېغام کې وویل چې په افغانستان کې غذایت د کمي له امله د زرګونو ماشومانو ژوندونه تللی شي.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه، ګېلوېن وویل سږ کال به په افغانستان کې 875000 ماشومانو د خوراک شدید قلت سره مخامخ کېږي.

ګېلوېن زیاته کړه چې یونېسېف غذایت د کمي ښکار ماشومانو د علاج او د صحت کارکونکو د تربيې دپاره د 21 مېلین ډالرو مرستې ته ضرورت لري چې د مطلوبه پېسو کمی پوره شي. هغې زیاته کړه چې یونېسېف په افغانستان کې په مالي مرسته کې د کمي سره مخامخ دی.

غذایت د کمي ښکار ماشومانو ته داسې تیار خوراک ورکول کېږي چې په کې پۍ، تېل، خواږه، کوچ، سبزیانې، وېټمنز او معدنیات شامل وي او په بېړنۍ توګه د ماشوم د غذایت کمی پوره کولی شي.

ګېلوېن وویل دا انتهايي موثره طریقه او د ماشومانو صحت قریباً په اتو هفتو کې بهتر کړي.

د طالبانو حکومت په نړیواله کچه په رسمیت نه دی منل شوی.

طالبانو په متحده قومونو او په نورو امدادي ادارو کې د ښځینه کارکونکو په کار پابندي لګولې ده چې له امله يې دا تنظیمونه وايي هغه افغانان چې مرستې ته ضرورت لري دوی ورته لاس رسی نه شي کولی او غوښتنه کوي چې طالبان دې دغه بندیز لېرې کړي.

د متحده قومونه او نورې ادارې وايي افغانستان دا مهال د انساني بحران سره مخامخ دی او په لویه شمېره کې افغانان بشري مرستو ته ضرورت لري.

یو اېن افس فار دي کوارډینېشن اف هیومېنېټېرین افیرز یا د بشري چارو د رابطه کارۍ دپاره د متحده قومونو دفتر تیره میاشت وویل امداد ته اړتیا لرونکو 23 مېلین افغانانو سره مرستې دپاره متحده قومونه 4.62 بېلین ډالرو ته ضرورت لري.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


ځانګړې ویډیوګانې


د پښتو وتلی هرمند اسماعیل شاهد د امریکې په سفر دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:25:28 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00