شاته

ملګري ملتونه: ایران په اوسط ډول په اوونۍ کې تر ۱۰ ډېر کسان اعداموي 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مشر ولکر ترک نن سه شنبه مۍ نهمه (غوايي ۱۹) وویل چې ایران تېرکال ډېر خلک اعدام کړي چې په اوسط ډول په اوونۍ کې تر لسو کسانو ډېر وو.

د روان کال د جنورۍ د میاشتې راهېسې ایران د نشه یي توکو لږ تر لږه ۲۰۹ «مجرمین» اعدام کړي دي، خو ملګري ملتونه وايي چې ممکن اصلي شمېر تر دې زیات وي.

ولکر ترک وویل: «سږکال په اوسط ډول تر دې دمه په ایران کې څه باندې ۱۰ کسان اعدام شوي‌ او په دې سره ایران په نړۍ کې د خلکو د اعدام له پلوه تر ټولو بد هېواد دی.»

نوموړي وویل چې په ایران کې تېرکال ۵۸۰ کسان اعدام شوي وو او اندېښنه دا ده چې ایران بیا هم په همدې لارې روان دی.

په تازه پېښه کې ایران تېره ورځ دوه کسان په ټولنیزو رسنیو کې «اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي» په تور اعدام کړل. متحدو ایالتونو او د بخښنې نړیوال سازمان دا اعدامونه غندلي دي.

د شنبې په ورځ یې ایران-سویډنی حبیب چاب د «ترهګرۍ» په تور اعدام کړ، سویډن او اروپايي ټولنې د ایران دا کار غندلی دی.

ملګري ملتونه وايي په ایران کې په تېرو ۱۴ ورځو کې لږ تر لږه ۴۵ کسان اعدام شوي دي چې ۱۴ یې د بلوڅ اقلیت غړي وو. د دوی اکثریت یې د نشه يي توکو په تړاو جرمونو له کبله اعدام شوي دي.

ولکر ترک وویل: «د نشه يي توکو په جرمونو باندې د اعدام د حکم تطبیق کول د بشري حقونو د نړیوال قانون او نورم سره په ټکر کې دي.»

نوموړي وویل چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېټې د اعدام په اړه ښکاره دریځ لري او له «ډېر جدي جرم» پرته اعدام غندي.