شاته

قطر د افغانستان  ۸۹ روغتیايي مرکزونو سره مرسته کوي

د قطر د پراختیا صندوق د روغتیا له نړیوال سازمان سره یو تړون لاسلیک کړی دی چې په اساس به یې قطر د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د ۸۹ روغتیايي مرکزونو سره مرستې کوي.

د دواړو لوریو په ګډې اعلامیې کې ویل شوي چې قطر به د هلمند، دایکندي، غور، فراه، سمنګان، زابل، تخار، بغلان، میدان وردګ، پکتیکا او نورستان په ولایتونو کې روغتیايي مرکزونو سره د درملو او صحي ابتدايي مراقبت مرستې کوي. د قطر د مرستو اندازه نه ده ښودل شوې.

اعلامیې کې ویل شوي دي چې دا درمل او صحي امکانات به د ولادي ناروغیو، د زېږون په مهال د مور او ماشوم د مړینې او نویو زېږېدلیو ماشومانو د مرګ د مخنیوي لپاره کارول کېږي.

د روغتیا سازمان به همدغه راز د قطر په دغو مرستو سره د صحي کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو په برخو کې هم کار وکړي.

د قطر د پراختیا د صندوق مشر خلیفه بن جاسم الکواري ویلي دي: «د قطر دولت د افغانستان د خلکو سره د مرستې په لومړۍ کرښې کې درېږي... سترګې په لار یو چې د روغتیا په برخه کې د مرستې په واسطه د افغانانو په ژوند کې ملموس تغیرات ووینو.»

په افغانستان کې د روغتیا سازمان استازي لو دپینګ ویلي دي چې د قطر دا مرستې به ډېرو خلکو او په ځانګړي ډول «ښځو، ماشومانو او مسنو خلکو ته چې د ټولنې تر ټولو اسیب پذیر خلک دي،» روغتیايي خدمتونه برابر کړي.

د روغتیا سازمان څه موده مخکې خبرداری ورکړ که د میندو روغتیا ته ډېر بام ونشي، په راتلونکو دریو کلونو کې به ډېرې میندوارې ښځې د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د افغانستان په لېرو پرتو سیمو کې هره میاشت ۲۴زره ښځې ماشومان زېږوي، چې مسلکي قابلې او نرسانې نلري، په تېره بیا په اوسني بشري بحران کې یې اړتیا ډېره لیدل کېږي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د اضطراري دلې مشر الا ابو زید وویل: «د افغانستان په هغو سیمو کې چې صحي خدمتونه کم ور رسېدلي دي، روغتیايي خدمتونه د میندو، ماشومانو او ځلمیانو د مړینې کچه کمولای او هغوی صحي وضعیت پام وړ ښه کولای شي.»

ابو زید ویلي دي چې د قطر په نویو مرستو سره به د څه باندې یو میلیون ناروغانو باکیفیته صحي درملنه وشي.