شاته

د پاکستان پولیسو عمران خان ونیوه

د پاکستان پولیسو تایید کړې ده چې ددغه هېواد پخوانی صدراعظم عمران خان یې نیولی دی.

عمران خان د سه شنبې په ورځ مۍ نهمه (غوايي ۱۹) په پایتخت اسلام اباد کې پر هغه باندې د لګېدلو تورونو په قضیه کې محکمې ته د حاضرېدو پر وخت نیول شوی دی.

د اسلام اباد پولیسو په خپل ټویټر حساب کې لیکلي: "عمران خان د القادر ټرسټ په قضيه کې ونیول شو. حالات د معمول مطابق دي. ۱۴۴مه ماده پر ځای ده. که څوک سرغړونه وکړي پرضد به یې اقدام کیږي."

د پاکستاني مطبوعاتو د معلوماتو په اساس، د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناءالله تېر کال په عمران خان او د هغه په مېرمن تور لګولی و چې د اسلام اباد د بحريه ښارګوټي د مالک ملک رياض سره یې د ددغه ښارګوټي په بدل کې د القادر ټرسټ ځمکه ترلاسه کړې وه.

په پاکستاني تلویزیونونو او ټولنيزو رسنيو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې عمران خان د محکمې مخې ته د پولیسو په موټر کې کښېنول شوی او له هغه ځایه لېږدول کیږي.

دا چې نوموړي چیرې لېږدول شوی، تراوسه معلومات ندي ورکړل شوي. د عمران خان د تحریک انصاف ګوند د هغه نیول کېدل تاييد کړي دي.

د تحريک انصاف ګوند يو مشر فواد چودري د ټويټر په یو پیغام کې پر خلکو غږ کړی چې د احتجاج په توګه له کورونو راووځي. خو د پاکستان د ۱۴۴مې مادې له مخې، له څلورو د زیاتو کسانو په راټولېدلو باندې بندیز دی.

پاکستاني تلویزیونونو وښودله چې د عمران خان د نیول کېدو پر وخت د هغه د سلګونو پلویانو او پولیسو تر منځ اخ او ډب پیښیږي.

د عمران خان له نیول کېدو یوه ورځ وړاندې د پاکستان پوځ نوموړي ته له هغه وروسته خبرداری ورکړ چې د "بې اساسه تورونو" لګولو څخه ډډه وکړي چې هغه یو ځل بیا یو لوړ پوړی افسر د نوموړي د وژلو د پلان په جوړولو تورن کړ.