شاته

هند کې یو بس له پله څخه لاندې غورځېدلی او ۲۱ تنه مړه شوي

په هند کې له پله څخه د یو مسافر وړونکي بس د لوېدو په پېښه کې لږترلږه ۲۱ کسان مړه شوي دي. چارواکو وویل چې د بس چلوونکی ښايي ویده شوی و.

پېښه د سه شنبې په ورځ مۍ نهمه (غوايي ۱۹) د مدهیا پردیش ایالت د اندور ښار ته څېرمه رامنځته شوې. بس د سرک د څنګ له کټارو سره له جنګېدلو وروسته شپږ متره لاندې وچ خوړ ته لوېدلی دی.

د هندي رسنیو په حواله، په مړیو کې درې ماشومان او لس مېرمنې شاملې دي. د موټر چلوونکی د پېښې له ځای څخه تښتېدلی دی.

د نړیوال بانک د ۲۰۲۱ کال د راپور په اساس، په نړیواله کچه په ترافیکي پېښو کې د انسانانو ۱۱ سلنه مړینې په هند کې پیښیږي، سره له دې چې د نړۍ یوازې یو فیصد موټرونه په هند کې دي.

ددغه راپور په اساس، په هند کې هر کال په اوسط ډول ۱۵۰ زره ترافیکي پیښې رامنځته کیږي او په هرو څلورو دقیقو کې په دغه هېواد کې یو کس په ترافیکي پېښو کې مري.