شاته

طالبانو څلور افغان 'خبریالان نیولي'

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې طالبانو د خوست په ولایت کې څلور افغان خبریالان او د رسنیو مسئولین نیولي او بندیان کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د طالبانو د «امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست د غرغښت راډیو تلویزون مسئول مدیر سخی سرور میاخېل، د ولس غږ راډیو مسئول مدیر محمدالدین شاه خیالي، د چنار راډیو مسئول مدیر پامی راندیش مهیدي او د نن راډیو خبریال عبدالرحمان اشنا» ورغوښتي او بیا یې نیولي دي.

دغه مرکز وايي یوې سرچېنې ورته ویلي چې طالبانو دغه خبریالان د «ټاکل شویو اصولو څخه په سرغړونې» تورن کړي دي. طالبانو په خوست کې رسنیو ته ویلي وو چې موسیقي دې نه خپروي، راپورونه وايي چې ممکن دا خبریالان له همدې کبله نیول شوي وي.

د افغانستان خبریالانو مرکز په اعلامیې کې په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ویاند شبیر احمد عثماني له خولې ویلي دي چې دا خبریالان «نیول شوي نه دي، بلکې د ځینو مهمو مسائیلو په اړه» غوښتل شوي دي.

د خبریالانو مرکز د دغو ژورنالستانو د نیولو په اړه اندېښنه ښودلې او له قید او شرط پرته یې د هغوی د ژر تر ژره پرېښودو غوښتنه کړې ده.

دا مرکز وايي چې د رسنیو د قانون په اساس، خبریالان د خپلو کارونو په مهال ازاد دي او «مسئولان» باید د هغوی کاري چاپېریال محدود نکړي او هغوی دې ونه ګواښي، وايي باید د خبریالانو ننګه وشي.

دا خبریالان داسې مهال نیول کېږي چې طالبانو تېره میاشت اعلان وکړ چې د رسنیو اړوند مسائیل به د رسنیو د سرغړونې د کمېسیون له لارې حل کېږي.

د افغانستان خبریالانو مرکز وايي چې تېر کال یې د رسنیو د ازادۍ د نقض کېدو ۲۳۷ قضیې ثبتې کړې چې ۹۴ یې د خبریالانو د نیولو قضیې دي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته، په رسنیو باندې کلک محدودیتونه او بندیزونه ولګول. د خبریالانو ټولنې وایي چې سلګونه رسنۍ تړل شوې او سلګونه خبریالان بېکاره شوي او یا له افغانستان څخه وتلي دي.