شاته

د فېسبوک مالک په رزمي لوبو کې د سرو زرو مډال وګټه

د فېسبوک بنسټ ایښودونکی مارک زکربرګ وايي په لومړي ځل یې د جو جیتسو رزمي لوبو په سیالیو کې برخه اخیستې او د سپینو او سرو زرو مډالونه یې ګټلي دي.

دا سیالۍ د شنبې په ورځ د امریکا د کالیفورنیا ایالت په سیلیکان ویلي کې د فېسبوک، اینسټاګرام او وټساپ د مالک شرکت میټا مرکزي دفتر ته څېرمه ترسره شوې. زکربرګ په خپل فیسبوک پاڼه کې ددې سیالیو عکسونه خپاره کړي او له خپلو روزونکو څخه یې مننه کړې ده.

زکربرګ له امریکايي خبریال جو روګن سره په مرکه کې ویلي چې په جو جیتسو لوبه کې ګډون هغه ته انرژي ورکوي چې په کار کې له ستونزو سره مبارزه وکړي.

زکربرګ د ګډو رزمي لوبو (ایم ایم اې) د مشهور روزونکي ډیو کماریلو څخه د جو جیتسو روزنه ترلاسه کړې ده. کماریلو د ایم ایم اې زیات شمېر لوبغاړي روزلي دي.

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

د ایم ایم اې برخلاف، په برازیلي جو جیتسو کې مخالف لوری باید د سوکانو او لغتو پر ځای د نیولو او قبضه کولو له لارې قابو کړل شي.

په ټولنیزو شبکو کې په خپرې شوې یوې ویډیو کې زکربرګ ښودل کیږي چې ددغو سیالیو په یوې لوبې کې له خپل حریف څخه له ماتې خوړلو وروسته په غوصه کیږي او د لوبې له ریفري سره د هغه د پرېکړې په اړه لانجه کوي.

د ویډیو په پای کې زکربرګ د ریفري پرېکړه مني او د پخلاینې په توګه خپل سیال په غېږ کې نیسي.