شاته

پوهان: مذهب د سپکاوي په مسله کې احتياط او قانون په لاس کې اخستل نه دي پکار

عالمان وايي، پاکستانۍ ټولنه کې يواځې په مذهبي معاملاتو کې د تشدد پېښې نه کيږي دا يوه مجموعي مسله ده، پاکستان کې دا قومي مزاج جوړ شوی دی چې په واقعاتو تشدد کيږي. خو په داسې مسلو کې احتياط او قانون په لاس کې اخستل نه دي پکار.

پېښور پوهنتون کې د اسلامياتو د څانګې استاز ډاکټر محمد نواز وايي، پاکستانۍ ټولنه کې بنيادي مسله دا ده چې دلته عوام يا خلک د چا د خلې نه د وتلو کلماتو يا الفاظو په خپله تعين کوي چې کوم الفاظ د توهين رسالت په زمره کې راځي. هغه زیاتوي دا کار د عدالت او علماو دی چې د دغه ډول الفاظو تعين کوي نه چې د عامو خلکو.

نوموړی وايي که څوک د مذهب په پرېښودو مرتد وګرځول شي يا په چا د مذهب د توهين الزام ولګول شي نو عوامو له شريعت اختیار نه دی ورکړی چې دغه تن ته سزا ورکړي او که په داسې د سزا نفاذ کوي نو قانون، عدالت او قاضي به یې کوي.

"زمونږ فقها کرام دا وايي چې که د يو سړي د خلې نه داسې نامناسبه الفاظ او داسې د توهين کلمات راووتل نو ایا ته به بلکل بغېر د سوچ او د سمجھ نه په هغه د کفر فتوه لګوې؟ زمونږ فقها وايي چې د يو سړي د خبرې سل توجیحات کيږي او په هغې کې يو کم سل توجيحات د هغې د کفر کيږي ليکن يوه توجيح یې د اسلام کيږي نو د هغې يو توجيح د تاويل د وجې نه په هغه د کفر او ارتداد فتوه نه شې لګولی".

ديني پوهان وايي د مذهب د سپکاوي يا توهين رسالت موضوع ډېره حساسه ده په ګڼه ګوڼه کې په داسې څرګندونو کې احتياط پکار دی که يو څوک وینا کوي او که بل څوک ورته بيا غبرګون وايي نو بايد چې دواړه احتياط وکړي.

پاکستان کې د اسلامي نظرياتي کونسل د څيړنې د څانګې مشر ډاکټر انعام الله وايي، د داسې واقعاتو ډېر اسباب وي چې تر ټولو اسبابو تلافي دې وشي او د ټولنې نه دې د تشدد دا رجحان ختم شي.

"زمونږ قومي مزاج جوړ شوی دی چې مونږه تشدد کوو په واقعاتو باندې، د غلو سره داسې معامله کوو د ډاکوانو سره داسې معامله کوو، د خپل دشمن سره کوو او يا بيا دغه شان مذهبي واقعات کيږي، او دا خالص د مذهب د وجې نه، بلکې دا يوه معاشرتي برايي جوړه شوې ده".

نوموړی وويل "د قانون عملداري پکار ده، اول پکار ده چې که په موجوده قوانينو کې اصلاح پکار وي هغه دې وشي او دويم دا چې د قانون عملداري پکار ده د جرم په کېدو دې قانون په عمل کې راشي او چې قانون خپله عملداري قايمه کړي نو بيا به خلک قانون په خپل لاس کې نه اخلي او د هغې سره په خلکو کې شعور پېدا کول پکار دي انتهاپسندي که د مذهب په نوم وي يا د لا مذهبیت په نوم وي د هغې دپاره شعور، پوھاوی او انصاف پسندي پکار ده".

پېښور پوهنتون کې د اسلامک سټډیز د څانګې مشر ډاکټر محمد التماس وايي، توهين رسالت يو قابل سزا جرم دی خو شريعت د هغې يوه طريقه ښودلې ده او د پاکستان قانون به هم داسې وي چې اول به په سړي تور لګي مقدمه به جوړيږي بيا د ګواهۍ، شهادت او نور مراحل دي او چې هغه سر ته ورسي بیا چې د ملک قانون او شريعت کومه سزا د هغه دپاره تجويز کړې ده هغه به نافذ کولی شي.

"خلکو ته هم پکار ده چې په داسې حساسه مسله باندې خبرې اترې نه کوي کنه بيا په هغه وخت کې د توبې ذکر پکار دی په مونځ کې هم د سړي نه غلطي کيږي سهوا کيږي، په خلکو کې هم پوهاوی خورول پکار دی چې پوهه کړی شي چې په داسې خبرو کې علماو ته رجوع شي فورا دې قانون په لاس کې نه اخلي".

دوه ورځې وړاندې په مردان کې د يوې جلسې په مهال مولانا نګار نومې تن مذهب د سپکاوي په تورپه ګڼه کې خلکو په تشډد ووژلو. پوليس وايي د پېښې مقدمه یې درج کړې پلټنې روانې دي خو تراوسه په دغه مقدمه کې ګرفتاري نه ده شوې.

د مذهب سپکاوی په پاکستان کی یوه حساسه معامله ګڼل کيږي او د قانون ترمخه د دی سزا مرګ دی.

په پاکستان کی غېر دولتی تنظیم سنټر لار سوشل جسټس په خپل رپوړټ کی وایي په کال 2021 کی په 84 کسانو د مذهب د سپکاوي مقدمې درج شوې وې، تېر کال په پاکستان کی د مذهب د سپکاوي په تور د سری لنکا د پرینکا کماره په ګډون دری کسان د عدالت پرته وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

اوکراینیان د سپرلي اټکل شوي عملیاتو دپاره تیاری کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00