شاته

د امریکي خارجه وزیر ته امر شوی چې افغانستان نه د انخلا په اړه خفیه دستاوېزات دې کانګرس ته ورکړي

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن ته خبرداری ورکړی شوی چې که افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په اړه خفیته دستاوېزات یې کانګرس ته ور نه کړل نو هغه به د کانګرس د سپکاوي مرتکب وګڼل شي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، بلېنکن ته دغه خبرداری د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا د ایوان نمایندګان د خارجه چارو کمېټۍ مشر د ريپبلېکن پارټۍ مایکل مېکال د جمعې په ورځ په یو خط کې ورکړو.

ای پي وايي مېکال لوظ کړی چې د سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت سره به د هغه خط په سر جګړه زیاتوي چې په کابل کې امریکايي سفارتکارانو د اختلاف یاداشت په څېر لیکلی.

وېل کېږي چې امریکايي سفارتکارانو دغه خط د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو نه څه لږ وخت مخکې لیکلی و.

سټېټ ډپارټمنټ ته د زیارت، پنجشنبې، تر ورځ پورې مهلت ورکړی شوی چې کانګرس ته جواب ورکړي.

ای پي وايي بلېنکن ته خبرداری د هغو غیر معمولي کوښښونو برخه ده چې میکال يې کانګرس ته د حساسو دستاوېزاتو سپارل کېدو دپاره کوي.

ای پي وايي د مېکال د کوښښونو په نتیجه کې په کانګرس کې د ريپبلېکن ګوند او د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ د صدر جوبایډن د حکومت ترمنځ د حکومت په کار د کانګرس د څارني د اختیار په لړ کې اييني ټکر هم شروع کېدلی شي.

امریکايي سفارتکارانو د جولای په میاشت کې لیکل شوي خط کې بلېنکن ته د کابل د ممکنه سقوط په اړه خبرداری ورکړی و.

د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا د ایوان نمایندګان د خارجه چارو کمېټۍ مشر د ريپبلېکن پارټۍ مایکل مېکال
د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا د ایوان نمایندګان د خارجه چارو کمېټۍ مشر د ريپبلېکن پارټۍ مایکل مېکال

ای پي وايي کابل مېشت سفارتکارانو دغه خط د ډېسنټ چېنل یا د اختلافي لارې په زریعه بلېنکن ته لېږلی و چې ترمخه يې د سټېټ ډپارټمنټ چارواکي کولی شي چې لوړ رتبه چارواکي نېغ په نېغه خبردار کړي او یا ورته خپلې اختلافي رای ور ورسوي.

د تېرو دوو کلونو راهسې د ایوان نمایندګان د ريپبلېکن ګوند د غړو دا دلیل دی چې د خپل یو انتخابي لوظ سره سم د صدر بایډن د حکومت احتساب وکړي چې د غلطې کړنې له امله يې طالبانو بیا حکومت ونیولو او په نتیجه کې په شلګونو امریکایان او په سلګونو افغانان د خطر سره مخامخ شول.

سټېټ ډپارټمنټ وايي اختلافي یاداشت د کانګرس کمېټۍ ته ورکول به اعلا چارواکو ته د خفیه پېغام رسانۍ عمل او هغه کسان چې خفیه یاداشت يې لیکلی برسیره کړي او د خطر سره مخامخ کړي.

ای پي وايي ډېسېنټ چېنل په ۱۹۷۱ کې د نورو مقاصدو ترڅنګ د دې دپاره هم قایم کړی شوی وو چې د وېت نام جنګ په اړه سفارتکاران خپل تحفظات شریک کولی شي. د دې دلاندې قریباً ټول مواصلات خفیه ساتل شوي وو چې مقصد يې سفارتکاران او دا عمل خفیه ساتل وو. دغو یاداشتونه د عام ولس د استعمال دپاره نه وي خو ځېني افشا شوي چې زیاتره خپله لیکونکو څرګند کړي.

د اختلافي یاداشتونو زیاتره برخه خفیه ساتل شوې او سټېټ ډپارټمنټ يې مخالفت کړی چې دغه یاداشونه دې افشا کړی شي.

په تېره یوه میاشت کې سټېټ ډپارټمنټ د مېکال دفتر ته د یاداشتونو خلاصه ورکړې ده خو د جمعې په ورځ خپل خط کې هغه وویل د خارجه وزارت چې کوم معلومات شریک کړي دا ناکافي دي او مارچ په ۲۸ نېټه د هاوس د خارجه چارو د کمېټۍ د حکم یا سپينا د غوښتنه نه مطمينیوي.

مېکال وویل سټېټ ډپارټمنټ د زیارت، پنجشنبې، د ورځ پورې وخت لري چې د کمېټۍ په سپینا په مکمله توګه عمل وکړي، چې کمېټي یاداشت ته لاس رسی ورکړي او د انخلا په اړه نور غیر حذف شوی مواد کمېټي ترلاسه کړي.

مېکال وویل که چې بلېنکن ناکامه شي نو کمېټي تیاره ده چې خپل امر د نافد کولو دپاره ګامونه واخلي چې په کې دا خبره هم شامله ده چې هغه د کانګرس د توهین مرتکب شوی دی.

که چېرې د بلینکن خلاف د کانګرس د توهین معامله په وړاندې ځي نو لومړی به په کمېټۍ او بیا په هاوس کې په دې ووټونه اچول کېږي.

په هاوس کې ريپبلېکن پارټي معمولي اکثریت لري نو ځکه ای پي وايي دا خبره امکان لري چې بلېنکن خلاف د کانګرس د توهین ګام منظور کړی شي. د دې وروسته د انصاف وزارت یا جسټس ډپارټمنټ الزام لګولی شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

اوکراینیان د سپرلي اټکل شوي عملیاتو دپاره تیاری کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00