شاته

د طالبانو خارجه وزیر د خپل حکومت د تګلارې دفاع وکړه او وایي چې د جېنکو د تعلیم بندیز "دایمي نه دی"

واشنګټن - د طالبانو خارجه وزیر امیرخان متقي ویلي دي چې د دوی حکومت په افغانستان کې د جېنکو تعلیم "دایمي" نه دی بند کړی او ښځې اوس هم په مختلفو برخو کې کار کوي.

متقي چې د څلور ورځېني سفر په مقصد پاکستان ته تللی و، او په دې کې یې د چین او پاکستان خارجه وزیرانو سره هم وکتل، د خپلې دورې په آخري ورځ، ګل/دوشنبه یې د پاکستان په سرښار اسلام آباد کې یو سیمینار ته خبرې وکړې.

هغه په دې سیمینار کې وویل: "مونږ اوس مهال [په افغانستان کې] په ابتدایي کچه او همدا راز د پوهنتونونو په کچه، لس میلینه طالب علمان لرو. نهه میلینه یې د تعلیم هر قسمه طریقو ته رسایي درلودلی شي. په دې کې تر شپږم جماعته جېنکۍ هم شاملې دي. په تعلیمي ادارو کې شاوخوا درې لکه استاذان سبق ورکوي چې په دې کې دوه نیوي زره یې زنانه دي."

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان قبضه ولګوله او له هغه وخت راهیسي یې په دې جنګ ځپلي هېواد کې ګڼ شمېر محدودیتونه نافذ کړي چې د اسلامي قوانینو څخه د دوی سختدریځه شناخت څرګندوي.

د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي په اسلام آباد کې یو سیمینار ته د خبرو په مهال (د مې اتمه نېټه)
د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي په اسلام آباد کې یو سیمینار ته د خبرو په مهال (د مې اتمه نېټه)

د طالبانو د حکومت لاندې افغانستان کې ګڼ شمېر ښځې د حکومت په زیاتو ادارو، غیردولتي تنظیمونو، او آن د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د کار کولو نه منعه کړی شوي دي. همدا راز ځیني عامو ځایونو، لکه پارکونو ته هم د ښځو جېنکو په تګ بندیز لګولی شوی دی. جېنکیو ته هم دا حق نشته چې په سکولونو کې د شپږم جماعت نه پورته تعلیم وکړي.

نړېوالو د طالبانو نه په کراتو غوښتي دي چې په ښځو او جېنکو دې محدودیتونه لېرې کړي، مګر طالبان یې نه مني او وایي چې دا د افغانستان په داخلي چارو کې مداخلت دی.

بل اړخ ته د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي د ګل/دوشنبې په ورځ پخپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې په زرهاوو ډاکټرانې او نرسانې اوس هم د صحت په برخه کې په کارونو لګیا دي. هغه دا هم وویل چې په اسلامي مدرسو کې ښځې جېنکۍ تعلیم کوي او سبق ورکوي.

متقي زیاته کړه: "مونږ هېڅکله دا نه دي ویلي چې د ښځو تعلیم غیراسلامي دی یا په افغانستان کې په دایمي توګه بند دی. په حکم کې په واضحه توګه ویلی شوي چې د زنانه و تعلیم تر امر ثاني پورې ځنډېدلی پاته دی."

د حکم نه د متقي مقصد، د طالبانو د مشر ملا هبت الله آخندزاده حکم و چې تېر کال یې نافذ کړی او جېنکۍ د شپږم جماعت نه پورته تعلیم کولو نه منعه ګرځوي. هغه همدا راز په پوهنتونونو کې د جېنکو تعلیم هم ځنډولی دی.

امیرخان متقي د ګل/دوشنبې په ورځ، بغیر د دې چې جزئیات وړاندې کړي، په اسلام آباد کې وویل: "مونږ په دې مسئلې باندې تر یوه ډېره حده پورې پرمختګ کړی دی، او د افغانستان حکومت به خپل کوششونه جاري وساتي چې د دې مسئلې په اړه باقي مشکلات هم په دوستانه توګه حل کړي."

بل اړخ ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ماهرینو یوه ډله چې په اووه ورځېني مېشن افغانستان ته تللې وه، د تېرې جمعې په ورځ یې خپله دوره پای ته ورسوله او ویې ویل چې په افغانستان کې "د جنسیت په بنیاد د اداره جاتي تفریقي چلند شدید حالت" روان دی چې مثال یې تر اوسه ندی لیدل شوی.

د ملگرو ملتونو لېږل شوي پلاوي پخپل ابتدایي موندنو کې وویل: "مونږ په افغانستان کې د جنسیتي مبینه ظلم په اړه ډېر ژور فکرمند یو، کوم چې د بشري حقونو یو سیسټماټیک او شدیده خلاف ورزي او د بشريت په ضد یو جرم دی."

د پلاوي وینا وه چې طالب چارواکو د دوی سره په ملاقاتو کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د جېنکو د سکولونو په بیا پرانېستلو کار کوي، مګر واضحه یې ندي ویلي چې سکولونه به څه وخت بېرته پرانېستل شي.

درې اړخیزې خبرې

امیر خان متقي چې نوم یې د ملګرو ملتونو په هغه لېست کې دی چې د سفر حق نلري، د سیکوریټي کونسل یوې کمیټې ورته اجازت ورکړ چې پاکستان ته سفر وکړي او د خالي/شنبې په ورځ د چین د خارجه وزیر چن ګانګ او د پاکستان له خارجه وزیر بلاول بهټو زرداري سره په یوه درې اړخیزه ناسته کې برخه واخلي.

د چین خارجه وزیر چن ګانګ، د پاکستان خارجه وزیر بلاول بهټو زرداري او د افغان طالبانو خارجه وزیر ملا امیرخان متقي
د چین خارجه وزیر چن ګانګ، د پاکستان خارجه وزیر بلاول بهټو زرداري او د افغان طالبانو خارجه وزیر ملا امیرخان متقي

بجېنګ او اسلام آباد دواړو د طالبانو له پلاوي نه وغوښتل د هغو ترهګرو ډلو په ضد اقدامات وکړي چې د افغانستان په خاوره کې دننه فعالیتونه کوي او د خطې استحکام ته خطره پېښوي.

د طالبانو خارجه وزیر، چې حکومت یې تر اوسه هېڅ ملک په رسمیت ندی پېژندلی، د ګل/دوشنبې په ورځ یوې پوښتنې ته په جواب کې وویل: "مونږ به هېچا ته اجازت ورنکړو چې د افغانستان خاوره د نورو په ضد استعمال کړي. مونږ پخپلو فیصلو کې کامیابه پاته یو، او مونږ به په آینده کې هم خپلې ژمنې باندې درېدلي اوسو چې افغان خاوره د هېچا په ضد استعمال نکړی شي."

پاکستان د ګل/دوشنبې په ورځ د درې اړخیزې ناستې په اړه یو مشترک بیان خپور کړ او ویې ویل چې ګډون کوونکو عزم ښودلی چې د امنیت، ترقۍ، او سیاسي چارو په برخو کې به خپل ترمنځ همکارۍ پراخوي.

دا د وي او اې د انګریزي څانګې خبریال ایازګل رپوټ دی چې له انګریزي ژبې پښتو ته ژباړل شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

اوکراینیان د سپرلي اټکل شوي عملیاتو دپاره تیاری کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00