شاته

د چین د بهرنیو چارو وزیر له امریکا سره د اړیکو ثبات غواړي 

چین وايي چې د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ یې نن دوشنبه مۍ اتمه (غوايي ۱۸) په بیجینګ کې د متحدو ایالتونو له سفیر نیکولا برنیز سره لیدلي او ویلي دي چې «عالي لومړیتوب» د دواړو سیالو هېوادونو [چین او امریکا] ترمنځ د اړیکو ثبات دی.

د فبرورۍ په میاشت کې د متحدو ایالتونو هوايي ځواک په خپل فضايي قلمرو کې د چین «د جاسوسۍ یو بالون» ووېشت او نسکور یې کړ، چین ادعا کوي چې بالون یې د سایسني معلوماتو ټولولو لپاره استول شوی و چې لاره یې غلطه کړې وه.

له دې پېښې وروسته، دا لومړی ځل دی چې د دغو هېوادونو دوه دپلوماتان په دې کچې سره ګوري.

د چین د دولتي رسنیو په حواله وزیر چین ګانګ سفیر نیکولاس برنیز ته ویلي دي: «عالي لومړیتوب دا دی چې د چین او امریکا روابط ثابت شي، د مخ په ځوړ کېدو او د متحدو ایالتونو او چین ترمنځ د پېښو مخه ونیول شي.»

هغه زیاته کړې ده: «دا باید د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه اساسي اجماع وي او دا باید د دولت په کچه، په ځانګړي ډول د دوو سترو هېوادونو ترمنځ په روابطو کې یوه مهمه کرښه وي.»

په چین کې د امریکا سفارت لا د دغه ملاقات په اړه جزیات نه دي ورکړي او نه هم واشنګټن کې امریکايي مقاماتو لا په دې اړه څه ویلي دي.

فرانس پرس راپور ورکړی دی چې د چین د بهرنیو چارو وزیر د متحدو ایالتونو سفیر ته دا خبره هم کړې ده چې د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ روابط اغیزناک وو خو «ځینو څرګندونو او د امریکا له لورې ځینو اقداماتو» د دغو اړیکو پرمختګ ګمزوری کړ.

د چین او امریکا ولسمشرانو د تېرکال د نومبر په میاشت کې هم سره لیدلي وو.

په پام کې ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر به اروپا ته ته ځي او هلته د جرمني، فرانسې او ناروې له مقاماتو سره ګوري. امریکا او چین دوه لوی اقتصادي هېوادونه دي.

د بالون د وېشتلو له پېښې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم خرابې شوې او هغه وخت د متحدو ایالتونو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چین ته خپل پلان شوی سفر هم لغوه کړی و.