شاته

افغان سوک وهونکي نجیم ولي خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه

د ګډو رزمي لوبو (ایم ایم اې) افغان لوبغاړي نجیم ولي، د سوک وهنې په خپلې لومړنۍ سیالۍ کې خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه.

ولي په دې سيالۍ کې چې د شنبې په شپه مۍ شپږمه (غوايي ۱۶) د واشنګټن ډي سي په ښار کې ترسره شوه، په دريم پړاو کې خپل سيال جيروم ايکين ته په تخنيکي ګوزار (ناک اوټ) سره ماتې ورکړه.

ولي د لوبې له ګټلو وروسته د افغانستان درې رنګی بیرغ پر اوږو امریکا غږ ته وویل: "دا درې رنګه بیرغ زما د خلکو استازیتوب کوي. که څه هم زه له خپلو خلکو څومره لیرې یم، خو زه له دوی سره یم."

نجیم ولي له دې وړاندې د ایم ایم اې په ډیرو سیالیو کې برخه اخیستې او د یو ورزشي کلب مسئول دی.

نوموړی وايي په پام کې لري چې د جولای په میاشت کې د سوک وهنې په یوې بلې سیالۍ کې برخه واخلي.

د ولي د شنبې د شپې د لوبې لیدلو ته د ویرجینیا، مریلنډ ایالتونو او واشنګټن ښار اوسېدونکي یو شمېر افغانان ورغلي وو.