شاته

د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو سیالۍ مهم پړاو ته ننوتلې دي

په داسې حال کې چې د ترکیې ټاکنو ته یوه اونۍ پاتې ده، ولسمشرۍ ته کاندید اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه مخکښ سیال کمال قلیچداراوغلو چې د اپوزیسیون د ټاکنیز ایتلاف مشر دی، په استانبول کې د خلکو لویو غونډو ته ویناوې کړې دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یکشنبې ورځ مۍ اوومه (غوايي ۱۷) په یوې ټاکنیزې غونډې کې د اپوزېسیون ایتلاف د همجنس بازانو په پلوۍ او د ترهګرو په ملاتړ کولو تورن کړ.

اردوغان وویل: "ایا د خلق جمهوري ګوند د همجنس بازانو پلوي نه کوي؟ آیا د خلق دېموکراتیک ګوند یې نه کوي؟ آیا د آی وای آی ګوند یې نه کوي؟ آیا نورو کسانو چې پدې ایتلاف کې دي تراوسه د همجنس بازانو په اړه څه ویلي دي؟"

اردوغان وايي، د هغه "د عدالت او پرمختیا" ګوند هېڅکله د همجنس بازانو ملاتړ ندی کړی او نه به یې کوي.

دوه لسیزې کېږي چې اردوغان پر ترکیې واکمن دی. دی هڅه کوي چې په را روانو ټاکنو کې خپله سیاسي بقا وساتي او له دې آزماېښت نه بریالی ووځي.

د مۍ د ۱۴مې نېټې ټاکنې په تیرې یوې پیړۍ کې د ترکیې تر ټولو مهم انتخابات ګڼل شوي دي.

پر اردوغان تورونه دادي چې اقتصادي کړکېچ یې رامنځته کړی او د فبرورۍ په میاشت کې یې د زلزلې په وخت کې خلکو ته عاجل خدمات ندي وړاندې کړي.

د اپوزیسیون مشر او په ټاکنو کې د اردوغان سیال کمال قلیچداراوغلو په ترکیه کې د خلق جمهوري ګوند مشر دی او د شپږو ګوندونو د جوړ شوي ایتلاف له خوا ولسمشرۍ ته کاندید دی.

هغه د یکشنبې په ورځ په استانبول کې یوې ټاکنیزې غونډې ته وویل: "موږ به د ترکیې د جموریت برخلیک د یو کس په لاس کې پرې نږدو او هېڅوک به یوازې د یو کس خبرې ونه مني."

نظرپوښتنې د نوماندانو ترمنځ د یوې ډېرې سختې سیالۍ وړاندوینه کوي. د ترکیې اوسېدونکی یونس وايي: "زه چې اوس ګورم، د خلق د جمهوري ګوند او قلیچداراوغلو ژمنې راته ښې ښکاري. فکر کوم چې دغه حق پرځای کېدای شي او عدالت ټینګیدای شي."

د امیر اورګېن په نامه یو بل تن وايي: "زه غواړم چې اوسنی حکومت دوام ومومي. موږ غواړو چې دوی دې په ځېنو مقامونو او تګلارو کې د بدلون په راوستو سره خپل کار ته دوام ورکړي."

یوه اونۍ وروسته په ترکیې که نه یوازې د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي بلکې د پارلمان نوماندانو ته هم رایه ورکول کېږي.

دا ټاکنې ځکه مهمې دي چې ترکان هم خپل ولسمشر ټاکي او هم د پارلمان لپاره نوي غړي انتخابوي څو د کورنیو مسایلو سربېره، د اوکراین د جګړې او د منځني ختیځ په اړه د انقرې دریځ لاپسې روښانه کړي.