ایران دوه کسان مذهب د سپکاوي په الزام تېزندي کړي
په ایران کې هغه دوه کسان تېزندي کړی شوي دي چې مذهب د سپکاوي په الزام ورته د مرګ سزا ورکړی شوي وه.
د روېټرز خبري ادارې ترمخه دغو کسانو د تېزندي کېدو خبر عدليي په ميزان نومې خپله وېب پاڼه ورکړی دی.
ميزان وویل تېزندي شویو کسانو یوسف مهرداد او صدرالله فاضلي د مذهب، اسلام، پېغمبر او د نورو مقدساتو د سپکاوي او توهین په جرمونو اعدام کړی شول خو دا يې و نه وېل چې کله.
د روېټرز ترمخه، ميزان وویل دواړو کسانو په انټرنېټ ګڼ شمېر پاڼې چلولې چې په کې د اسلام نه کرکه، مذهب نه منلو ته وده ورکول کېده او د مقدساتو سپکاوی کېدلو.
د متحده قومونو ماهرینو غوښتلي د شیعه مسلک اکثریتي ملک ایران دې د مذهبي اقلیتونو ویرول او په ضد يې د قانوني اقداماتو نه ډډه وکړي. د متحده قومونو ماهرینو ویلي د ایران تګلارې د عیسایانو او مذهب د نه منونکو په شمول د مخالفو عقیدو او مذهبي رسمونو خلک په هدف کوي.
یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي