شاته

مردان: د پي‌ ټي ایي جلسه کې یو تن په شکمنه توګه د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوی دی

پولیس چارواکي وایي د خالي-شنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا دویم لویې ښار مردان کې دتحریک انصاف ګوند د یوې جلسې په مهال دجلسې پاریدلو برخه والو د نګار علي په نوم یو تن په شکمنه توګه د مذهب دسپکاوي په تور وژلی دی.

دمردان ضلعې دپولیسو مشر یا ډي پي او نجیب الرحمان ویلي دا پېښه دمردان په ساولډېر سیمه کې دپي ټي ایي دجلسې په مهال رامنځته شوې ده.

مردان د ډي پي اؤ نجیب الرحمان بیلابیلو رسنیو ته ویلي دنګارعلي په نوم دخلکو په تشدد وژل شوی تن دسیمې یو ملا ؤ، وایي دجلسې پاریدلو برخه والو غوښتل د وژل کیدو وروسته دهغه مړی هم وسوځوي خو پولیسو ددغه اقدام مخه نیولې ده.

دپاکستان ایکسپریس رسنۍ لیکلي نګار علي دتحریک انصاف راجوړې شوې جلسه کې نګار علي دپي ټي ایي دیو سیمه ییز ناظم سعید خټک په حواله څه وویل چې له هغې وروسته ترې خلکو مایک دلاسونو نه وتروړلو اؤ دمذهب په سپکاوي یې تورن کړو.

ډي پي او نجیب الرحمان ویلي کله چې دمولوي نګار علي پرضد خلک راوپاریدل نو دهغه دژغورنې لپاره په راښکلو راښکلو هغه یو دوکان ته یوړل شو خو وایي دغلته ورپسې ګڼ شمیر پاریدلي خلک راغلل اؤ هغه یې دومره ووهلو چې ساه یې ورکړه.

دپولیسو مشر وایي تر وژنې وروسته هم دجلسې ځېنو برخه والو غوښتل دهغه مړي ته زیان ورسوي خو وایي پولیس په دې کې بریالي شوي چې مړي ته د زیان رسولو مخه ونیسي.

ډي پي‌ او ویلي پولیسو دپېښې پلټنې پیل کړي اؤ چې یو څه نتیجې ته ورسیږي نو مقدمه به درج کړي.

دخېبر پښتونخوا نګران وزیراعلا ښاغلي محمد اعظم خان په دې پېښه دافسوس څرګندونه کړې اؤ ویلي یې دي چې سیاسي جلسې باید دسیاسي بیانونو پورې محدود وساتل شي.

پخپل یو بیان کې وزیراعلا ویلي سیاسي معاملو ته باید دمذهب د رنګ ورکولو نه ډډه وکړل شي.

وزیر اعلا اعظم خان وایي ولس باید قانون په لاس کې وانه خلي اؤ په داسې معاملو کې دې قانون ځانته لاره برابروي.

د وزیراعلا په بیان کې ویلي شوي چې ددې پېښې په تناظر کې دعلماء کرامو کردار بې کچه مهم دی ،باید دوي راوړاندې شي اؤ دامن په ټینګښت اؤ مذهبي همغږۍ کې خپل کردار ترسره کړي.

په پاکستان کې په دې وروستیو کې دمذهب دسپکاوي په تورونو د وژنو لړۍ کې زیاته چټکتیا لیدل شوې ده.

تر دې وړاندې په کال 2017م کې هم دمردان عبدالولي خان پوهنتون کې دمشال خان په نوم یو زده کوونکي دمذهب دسپکاوي په تورونو وژل شوی ؤ.

د مذهب سپکاوی په پاکستان کې يوه حساسه معامله ګڼل کېږي ، په قانون کې ددې سزا مرګ ده خو تراوسه پورې په پاکستان د مذهب د سپکاوي په مقدمو کې د مرګ سزاوار کوم تن په سزا عمل نه دی شوی البته په زیاتره کسانو چې دمذهب دسپکاوي تور پورې کړل شوی نو پاریدلو خلکو پخپله دعدالت نه پشي شا په تشدد وژلي دي.

په پاکستان کې د لږکيو دحقونو دغېر دولتي تنظيم سنټر فار سوشل جسٹس په وروستي راپور کې ويل شوي چې کال 2021م کې د پاکستان دننه د مذهب د سپکاوي قانون لاندې د 84 کسانو پرضد د مذهب د سپکاوى مقدمې درج شوي چې لويه شمېره په کې د شيعه مسلمانانو ده .

تېر کال د مذهب د سپکاوي د تورونو پر اساس د سري لنکا د وګړي پرينکا کمارا په ګډون درې کسان د عدالت پرته وژل شوي دي.

د بشري او لږکيو د حقونو فعالان وايي په پاکستان کې خلک اکثره د مذهب د سپکاوي لانجمن قانون د شخصي ګټو لپاره کاروي.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00