شاته

د بلوڅ وسله والې ډلې مهم کمانډر محمد اسا وژل شوی دی

پېښور ــــ د پاکستان رسنیو دبلوڅ وسله والې ډلې "بلوڅ لبریشن فرنټ" دمهم کمانډر محمد اسا چې( دملا ابراهیم په نوم مشهور ؤ ) د وژل کیدو رپورټونه خپاره کړي دي.

د ملا ابراهیم په سر دپاکستان امنیتي ادارو 40 لکه روپۍ انعام ویستلی ؤ.

پاکستاني رسنۍ وایي د بي ایل ایف دغه وسله وال کمانډر تېره ورځ دخپلې ډلې دنورو وسله والو سره دقلنګ د اخستل شوؤ پیسو په ویش وران شوی اؤ بیا خبره تر جګړې رسیدلې چې پکې ملا ابراهیم وژل شوی دی.

دبلوچستان پولیسو ،حکومتي چارواکو یا پخپله بلوڅ یاغي وسله والې ډلې په دې هکله څه نه دي ویلي اؤ نه ازادو سرچینو ددې دعوې تصدیق کړی دی چې ایا دغه وسله وال بلوڅ کمانډر رښتیا هم دخپلو ملګرو په ډزو کې وژل شوی که بل چا وژلی دی؟

د رپورټونو له مخې محمد اسا یا ملا ابراهیم په کال 2010م کې دبلوڅ لبریشن فرنټ په لیکه کې شامل شوی ؤ اؤ هغه دبلوچستان به خاران اؤ شور سیمه کې زیاتره مهال په امنیتي ځواکونو دبریدونو مشري کړې وه.

پاکستاني رسنۍ وایي محمد اسا په امنیتي ځواکونو د بریدونو ترڅنګ بلوچستان کې په روانو پرمختیایي پروژو دکارکوونکو په تښتونو،وژنو،دایران په کنیټنر حمله اؤ ګڼ شمیر نورو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلودو اؤ دهغه پرضد دبلوچستان بیلابیلو سیمو کې یو شمیر مقدمې هم درج وې.

په بلوچستان کې دتېرې اوږدې مودې راهسې بیلابیلې بیلتون پاله وسله والې بلوڅ ډلې دپوځ پرضد په مقاومت بوختې دي اؤ وخت نا وخته په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي چې تر دې دمه پکې په سلګونو امنیتي عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

دغه وسله والې ډلې زیاتره وخت دپاکستان په ریاست تور لګوي چې دبلوچستان په قدرتي وسیلو یې قبضه کړې ده اؤ کوم بلوڅان چې دخپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي نو هغوي له کورونو په جبر پورته کوي چې بیا یې یا خو مړي ترلاسه کیږي اؤ یا هم بې لادرکه پاتې شي.

دپاکستان پوځ مدام په جبري بې درکیو کې د لاس لرنې تورونه رد کړي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00