شاته

روغتیا نړیوال سازمان د کوویډ-۱۹ د بیړني وضعیت د ختمولو په اړه پرېکړه کوي

د روغتیا نړیوال سازمان(ډبلیو اچ او) د نړیوالو متخصیصینو یوه کاري کمیټه به نن پنجشنبه د مۍ څلورمه ( غوايي ۱۴) په دې اړه پریکړه وکړي چې د کوویډ-۱۹ وبايي ناروغۍ د یو بیړني نړیوال روغتیایی وضعیت په توګه پاتې شي که نه.

دغه سازمان د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ په میاشت کې د کوویډ-۱۹ وبايي ناروغۍ خپریدل د بیړني روغتیایي وضعیت په توګه اعلان کړ او له هغه وخت راهیسې په هرو دریو میاشتو کې غونډې کوي.

خو په دې وروستیو کې د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون ګڼ شمېر هېوادونو په کور دننه د کوویډ-۱۹ بیړنی حالت لغوه کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان رئیس، تدروس ادهانوم ګبریاسوس وویل چې هیله من دی سږکال دغه نړیوال بیړنی حالت پای ته ورسیږي. بلخوا ددغه سازمان سلاکارانو او بهرنیو کارپوهانو رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې په دې اړه لا تر اوسه کومه هوکړه نشته.

د هالنډ د ویروس پيژندنې متخصص ماریون کوپمنس چې د یادې کميټې غړی دی‌ وویل:" شونې ده چې بیړنی حالت پای ته ورسیږي، خو اړینه چې ووایو کوویډ-۱۹ لا هم د عامې روغتیا یوه پیچلې ننګونه ده."

همدا راز د روان کال د جنوري په میاشتې په غونډه د روغتیا نړیوال سازمان د کمیټې غړي دې نتیجې ته ورسیدل چې لا وختي دی چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د بیړنۍ حالت پای ته رسیدل اعلان شي،‌ ځکه دوی ددغه ناروغۍ د نویو ډولونو د رامنځته کېدو یا نه کېدو په اړه لا ډاډمن نه دي.‌

د امریکا د متحدو ایالتونو د جورج ټاون پوهنتون استاد لارنس ګوستین بیا وايي‌ چې"ټول بیړني حالتونه باید پای ته ورسیږي". هغه زیاته کړه:"زه تمه لرم چې ډبیلو اچ او د روغتیا نړیوال بیړني حالت پای ته ورسوي او پدې توګه نړیوالو اندیښنو ته د پای ټکې کیږدي. که داسې ونشي نو خامخا به بل ځل د بیړنۍ کمیټې غونډه کیږي."

د روغتیا نړیوال سازمان دغه غونډه په داسې حال کې کیږي چې نړیواله ټولنه په تدریجي توګه د کوویډ-۱۹ وبایي ناروغۍ پر وړاندې د محدودیتونه لیرې کولو ته دوام ورکوي.‌