شاته

اوکراین وایي روس په خیرسون کې 23 کسان په بریدونو کې وژلي، روس وایي اوکراین د صدر پوټین پر کور بریدونه کړی

واشنګټن ــــ د اوکراین یو سیمه ییز ګورنر وایي روسي ځواکونو په خیرسون ښار کې دننه او ورته نیژدې په یو لوی بازار، رېلوې سټېشن او د استوګنې پر ودانیو هوایي بمبارۍ کړې دي چې پکې یې د 23 کسانو د وژل کېدو او 46 د ټپي کېدو دعوه کړې ده.

بلې خواته کریملین د شورو- چارشنبې په ورځ دعوه کړې چې وایي اوکراین د روسي صدر ولادیمیر پوټین په کور باندې د شپې دوه ډرون بریدونه کړي دي، خو وایي امنیتي ځواکونو یې هغه ناکاره کړي دي او صدر ته پکې څه زیان نه دی رسېدلی.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف تور پورې کړی چې د صدر پوټین پر کور باندې د دې برید پرېکړه امریکې کړې ده او اوکراین دا پرېکړه عملي کړې ده، خو دا دعوه یې سمدستي نه ده تایید شوې.

د رویټرز د خبر له مخې ګورنر اولیسکاندر پروکیودن د پنجشبنې- زیارت په ورځ په یوه ویډیو کې د روسي ځواکونو په بریدونو کې د وژل شویو کسان شمېر اعلان کړی او ویلي یې دي:

"دښمن هغه ځایونه په نخښه کوي چې موږ پکې اوسېږو، د دوی هدف زموږ زندګۍ دي او زموږ د ماشومانو زندګۍ دي".

د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي د شورو- چارشنبې په ورځ په خیرسون ښار باندې تازه بریدونه غندلي او په یو ټویټ کې یې عکسونه خپاره کړي دي چې مړي او زخمیان پکې ښکاري.

صدر زلنسکي وایي په دغو بریدونو کې رېلوې سټېشن او تر هغه د تېرېدو لاره، یو کور، د بجلۍ دوکان، د خوراکي شیانو مارکیټ او ګېس سټېشن په نخښه کړل شوي دي چې وایي عام خلک پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي:

"دا ټول ولسي خلک په یوه ورځ او په یوه سیمه کې وژل شوي او ټپیان شوي دي، زه یې له کورنیو او دوستانو سره غمرازي کوم، موږ به یې بریدګر ونه بخښو، موږ به دې بد ریاست ته ماتې ورکوو او له ذمه وارو کسانو سره به حساب کوو".

د خیرسون ځایي چارواکي وایي په وژل شویو کسانو کې درې هغه انجینېران هم شامل دي چې وایي د بجلۍ په هغه ګریډ کې یې د مرمت کار کاوه چې څه موده مخکې د روس په بمباریو کې زیانمن شوی وو.

د رویټزر په وینا روسي چارواکو سمدستي سمدستي په خیرسونو کې د تازه بریدونو په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې دا دعوه رد کړې دي چې ګواکې د عامو خلکو په ابادۍ یې بریدونه کړي دي.

د 2022م کال په فرورۍ کې چې روس په اوکراین باندې یرغل وکړ، خیرسون د دې هېواد په څلورو هغو سیمو کې وه چې روسي ځواکونو ترې ونیوله خو بیا اوکرایني ځواکونو د تېر کال په نومبر کې بیرته ځنې ونیوله.

د اوکراین چارواکي وو نن د پنجشنبې- زیارت په سهار وختي‌ هم روس په کیف او اوډیسه ښارونو کې د میزایلو او ډرون بریدونه کړي دي، خو وایي چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00