شاته

شمالي وزيرستان: نښته کې شپږ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي

د خېبرپښتونخوا صوبې د افغانستان سره په پوله پرته شمالي وزيرستان ضلع کې په يوه وسله واله نښته کې شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي، تحریک طالبان پاکستان یې زمه واري منلې ده. پوځ په نښته کې د درېو ترهګرو د وژلو هم ویلي دي.

د پاکستان د سرکاري خبري ادارې [رېډيو پاکستان] ترمخه پوځ نن د زیارت په ورځ ویلي، د ترهګرو سره د شمالي وزیرستان په ديردونۍ سیمه کې نښته کې شوې ده.

پوځ ویلي، په نښته کې درې ترهګر هم وژل شوي دي.

پوځ ويلي په وژل شوو پوځیانو کې حوالدار سليم خان، نايک جاوېد اقبال، سپاهي نذير خان، سپاهي حضرت بلال، سپاهي رجب حسېن او سپاهي بسم الله جان شامل دي.

د خبر ترمخه پوځ ویلي د علاقې د ترهګرو سره پاکولو دپاره عمليات روان دي.

د پاکستان په خېبرپښتونخوا او ځانګړي ډول قبايلي ضلعو کې په وروستيو کې په امنيتي ځواکونو د بريدونو پېښې سېوا شوي چې پکې د زياترو زمه واري تحریک طالبان پاکستان مني.

نزدې لس ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف چودري ويلي وو، د افغانستان نه د امريکايي ځواکونو وتلو وروسته چې په افغانستان کې کوم بدلون راغلی د هغې په نتيجه کې د ترهګرۍ پېښې نسبتا سېوا شوي دي، د ترهګرۍ په پېښو کې د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] او بلوچستان کې د ترهګرو ډلو بهرنۍ اړيکې ثابتې شوي دي.

د پوځ وياند په يوه خبري غونډه کې ویلي وو، روان کال تراوسه پورې په ملک کې د ترهګرۍ غټې وړې 436 پېښې شوي چې پکې 293 کسان وژل شوي او 521 ژوبل شوي دي. هغه وويل تر ټولو زياتې پېښې په خېبرپښتونخوا کې شوي، چې پکې په 219 پېښو کې 192 کسان وژل شوي او 330 ژوبل شوي دي.

د پوځ د شمېرو ترمخه په بلوچستان کې 206 پېښو کې 80 وژل شوي او 170 ژوبل شوي دي. پنجاب کې په پينځه پېښو کې 14 کسان وژل شوي درې ژوبل، او سیند کې په شپږو پېښو کې اووه کسان وژل شوي او 18 ژوبل شوي دي.

د پوځي وياند ترمخه، روان کال امنيتي ځواکونو د ترهګرو او د هغو د سهولت کارو پرضد 8269 لوی واړه عمليات کړي دي او 1535 ترهګر یې وژلي يا نيولي دي، په خېبرپښتونخوا کې 3591 عملياتو کې 129 ترهګر وژل شوي او 129 نيول شوي دي، بلوچستان کې په 4040 عملیاتو کې 25 وژل شوي 129 نيول شوي، پنجاب کې په 119 عملياتو کې نه څوک نيول شوی او نه وژل شوی او سيند کې په 519 عملياتو کې درې ترهګرو وژل شوي او 398 نيول شوي دي.

هغه زياته کړې د ترهګرۍ پرضد هره ورځ د 70 نه زيات عمليات پوځ، پولیس او نورې ادارې ترسره کوي او دا وخت په پاکستان کې کومه نو ګو ايريا يا ممنوعه علاقه نشته خو په ځینو ځایونو کې د ترهګرو تشکيلات فعاله دي او د هغو پرضد هره ورځ عمليات کیږي.

د پوځ وياند شمېرې وړاندې کړې وې چې، روان کال د ترهګرۍ ضد عملياتو په مهال 137 افسران او ځوانان وژل شوي او 117 ژوبل شوي دي.

مېجر جنرل احمد شریف چودري ويلي وو د ترهګرۍ پرضد زمونږ کاميابه جګړه به د وروستي ترهګر ختمولو پورې روانه وي.

له دغې وړاندې د پاکستان د پوځ د کور کمانډرانو په غونډه کې ویل شوي وو "د حکومت له اړخه د ترهګرۍ ضد منظوره کړی شوې مبارزه کې به د ټول نظام لارې د ملک څخه د ترهګرۍ، توندروۍ يا انتها خوښۍ او بې ثباتۍ عوامل ختمولی شي".

او په اووم اپرېل د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنيت په غونډه کې ویل شوي وو، چې د "ټول قوم او حکومت سره په ګډه د ټول اړخيزه کوټلو عملیاتو پېل کولو منظوري ورکړی شوې ده کوم به چې د يوې نوې جذبې او نوې ارادې سره ملک د ترهګرۍ د لعنت نه پاک کړي".

هغه وخت هم د يادو عملیاتو جزيات نه وو شريک کړی شوي خو ويل شوي وو "د پاکستان څخه د هر ډول ترهګرۍ د ناسور د ختمولو دپاره به په دې مجموعي، هر اړخيزه او کوټلو عملیاتو کې سياسي، سفارتي، امنيتي، معاشي او په ټولنیزه کچه هڅې شامل وي او په دغه لړ کې د لوړې کچې یوه کميټي جوړه کړل شوې کومه به چې په دوه اوونیو کې په دې د عمل او حدونو په اړوند سپارښتنې وړاندې کوي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00