شاته

بلېنکن د مطبوعاتو د ازادۍ د ورځ په موقع په روس کې قید د امریکايي خبریال ذکر وکړو

د ورلډ پرېس فریډم ډی یا په نړیواله کچه د مطبوعاتو د ازادۍ ورځ د لمانځلو په موقع د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن په روس کې قېد د امریکايي اخبار وال سټريټ جرنل خبریال اېون ګرېشکوېچ ذکر وکړو او ويې وېل روس قېدیان د سیاسي مقاصدو دپاره استعمالوي.

د ورلډ پرېس فريډم ډی په مناسبت بلېنکن د شورو، چهارشنبې، په ورځ په واشنګټن کې یوې غونډې ته د متحده مونو او د نورو چارواکو سره په هم غږۍ وویل په نړیواله کچه د مطبوعاتو ازادي د خطر سره مخامخ ده.

بلېنکن وویل "مونږ ته معلومه ده چې په ټوله دنیا کې خبریالان د محاصرې دلاندې دي، په مختلفو طریقو د محاصرې د لاندې دي."

بلېنکن وویل مطبوعاتو ته د پېښو خطراتو څرګندونه دګرېشکوېچ د ګرفتارۍ په شکل کې هم شوې ده.

د امریکې خارجه وزیر د ګرېشکوېچ ګرفتاري "انتهايي غیر منصفانه" وبلله او زیاته يې کړه چې روس خلک په غلطه نېسي او بیا يې د سیاسي مهرو په شان استعمالوي.

بلېنکن غونډه خبر کړه چې د ګرېشکوېچ د ازادۍ دپاره واشنګټن د ماسکو سره رابطې کړي دي.

ګرېشکوېچ تیره میاشت په ماسکو کې یو عدالت ته وړاندې کړی شو او عدالت په ضمانت د هغه د ازادۍ خواست رد کړو. روس په ګرېشکوېچ د جاسوسۍ الزامات لګولي دي خو په نړیواله کچه د هغه د ګرفتارۍ غندنه شوې ده.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د واشنګټن پوسټ اخبار په انتظام د ورلډ پرېس فريډم ډي په مناسبت د غونډې په مهال دوو احتجاج کونکو د بلېنکن خبرې وځنډولو.

احتجاج کونکو د خفیه معلوماتو افشا کونکي وېب پاڼې ویکي لېکس باني جولین اسانج د ازادۍ غوښتنه کوله. اسانج په برطانیه کې قېد دی او امریکي پې د جاسوسۍ الزامات لګولي دي.

د غونډې کوربه ډېوډ اېګنېشس د احتجاج په اړه وویل غونډه د رای ازادي لمانځلو دپاره راجوړه شوې او هم د احتجاج په شکل کې يې د رای د ازادۍ اظهار وليدلو.

د ورلډ پرېس فريډم ډی دپاره خپل پېغام کې د متحده قومونو جنرل سېکرېټري اېنټونیو ګوټېرز غوښتنه وکړه چې د صحافیانو په ضد د تشدد مخنیوی دې وکړی شي.

ګوټېرز وویل "دړکې او حملې ودروئ. د کار په سر د خبریالانو نیول او قېد کول ودروئ. دروغ او غلط معلومات ودروئ. حقیقت او حقیقت ویونکي په هدف کول ودروئ."

د مطبوعاتو د ازادۍ تنظیم رېپورټرز ود اوټ بارډرز په نړیواله کچه مطبوعاتو د ازادۍ په لړ کې د کال ۲۰۲۳ په رپورټ کې په یو ۱۸۰ملکونو کې د صحافیانو د کار د ماحول تجزیه کړې او د پرېس د ازادۍ په لحاظ يې د دغو ملکونو فهرست تیار کړی دی.

د ار اېس اېف د فهرست ترمخه، په ۳۱ ملکونو کې د پرېس د ازادۍ صورتحال ډیر سنجيده، په ۴۱ ملکونو کې مشکل، په ۵۵ ملکونو کې کړکېچن او په ۵۲ ملکونو کې د مطبوعاتو د ازادۍ صورتحال ښه یا د اطمینان وړ دی.

د ار اېس اېف د فهرست په سر کې ناروی دی. اداره وايي ناروی هغه ملک دی چې مطبوعات یې د ټولو ملکونو نه زیاته ازادي لري.

امریکا په دغه فهرست کې په ۵۴ درجه او روس ۱۶۴ درجې ته تللی دی.

د یو سل او تیاو ملکونو په فهرست کې چین په ۱۷۹ درجه او شمالي کوریا د فهرست په اخیره کې په یو سل او اتیایم پړاو ولاړ ملک دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د سفارتي چارو خبریالې سېنډي سېن د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00