شاته

کورمه: د ډزو په پېښو کې د پينځه استازانو په ګډون اووه تنه وژل شوي

د خېبرپښتونخوا د کورمې ضلعې مرستیال کمشنر وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، نن د زیارت په ورځ سهار د ډزو په پېښه کې يو استاز وژل شوی او بيا وروسته د افغانستان سره په پوله پرتې علاقه کې په سکول کې د ډزو بله پېښه شوې څلور استازان او دوه نوکران هلته وژل شوي دي.

د کورمې مرستیال کمشنر سېف الاسلام وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، یوه پېښه سهار شوې په ګاډي نامعلومه کسانو ډزې کړي او د اهل سنت مسلک سره تعلق لرونکی يو تن پکې وژل شوی دی. د ځايي خبريالانو په خبره دغه تن د سکول استاز وو.

د مرستيال کمشنر په خبره وروسته بيا بله پېښه په تري منګل علاقه کې شوې په سکول کې ډزې شوي څلور استازان او دوه نوکران پکې وژل شوي دي.

د نوموړي نه مو پوښتنه وکړه، دويمه پېښه د لومړۍ په غبرګون کې شوې؟، هغه وويل، "دا اوس ظاهره خبره ده چې هلته خلک پاڅېدلي دي او ګېراو یې کړی دی".

د وي او اې ډیوه د پوښتنې چې ايا دا فرقه یيزه پېښې شوي دي؟ هغه وويل، "دغلته د مخکې نه مسلې موجودې دي اکثره پکې داسې پېښې وشي او مونږ د دې پېښو نورې پلټنې کوو".

سېف السلام وويل، په سيمه کې د امنيت دپاره هڅې روانې دي.

د يادو پېښو په اړه د کورمې ضلعې د پرېس کلب مشر خبريال علي افضل افضال وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، لومړۍ پېښه سهار په شلوزان روډ شوې يو تن پکې وژل شوی وو او وروسته بيا تري منګل علاقه کې په سکول کې ډزې شوي او نور کسان پکې وژل شوي دي.

هغه وویل، "د یادو پېښو وروسته په کورمه کې تګ راتګ ودرول شوی او په روغتونونو کې بېړني حالت اعلان شوي دي".

نوموړي زياته کړه "په کورمه کې د ډېرې مودې راهسې امنیت وو داسې پېښې نه وې شوې اوس ويل کيږي چې دا د کورمې د امنيت دپاره بدې پېښې وشوې".

هغه وویل، "په کورمه کې وړاندې په وړو وړو خبرو جګړې شوي او د هغې وروسته ورته بيا فرقه ييزه رنګ ورکړل شوی دی. ښکاري چې دا پېښې هم هغه چا کړي چې په علاقه کې بدامني جوړول غواړي او په کورمه کې حالات خراب کړي".

د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي ضلع کورمه کې زياتره شيعه مسلکه مېشت دي او دغلته له دې وړاندې هم وخت په وخت د ترهګرۍ د پېښو ترڅنګ فرقه ييزه نښتې شوي دي.

د کورمې لويديځه پوله د افغانستان سره لګېدلې، په ختيځ کې يې اورکزۍ او هنګوضلعې ، شمال کې يې د خېبر ضلعې تيراه او جنوب کې يې شمالي وزيرستان پروت دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00