شاته

ای اېف پي: ایراني پلاوی سعودي عرب ته رسېدلی چې د سفارتخانو په بیرته پرانېستلو خبرې وکړي

ایران ویلي د چارواکو يو پلاوی يې د شورو، چهارشنبې، په ورځ سعودی عرب ته ورسېدلو چې د سعودي چارواکو سره په تهران او ریاض کې د سفارتخانو په بیا پرانېستلو خبرې وکړي.

ای اېف پي خبري اداره وايي ایراني چارواکي په داسې مهال سعودي عرب ته تللي دي چې ایران او سعودي عرب سفارتی تعلقات د بحالولو تیاری کوي. دواړو ملکونو اووه کاله مخکې د تاوتریخوالي په نتیجه کې سفارتي تعلقات وشلول.

د ایران د اعلان نه څو ورځې مخکې د سعودي چارواکو یو پلاوی ایران ته تللی و.

چین د ایران او سعودي عرب تعلقات په بحالولو کې ثالثي کړې ده.

د ایران د خارجه وزارت ترجمان ناصر کنعاني وویل چې د سفارتي تعلقات د بیا شروع کولو معاهده د نافد کولو سره سم د ایران ټېکنيکل پلاوی د شورو په ورځ ریاض ته ورسېدلو او سعودي مامورینو يې هرکلی وکړو.

کنعاني په یو بیان کې وویل ایرانی بلاوی به په ریاض کې د ایرن سفارتخانه، په جده کې د ایران کونسلخانه او د اوايي سي دپاره د ایران د مسقتل پلاوي دفتر بیا پرانېستلو دپاره ګامونه اخلي.

ایران ویلي سعودي عرب د ایران صدر ابراهیم ریيسي ته د دورې بلنه ورکړې ده.

ای اېف پي وايي که ریيسي سعودي ته ورځي نو د ۱۹۹۹ نه پس به سعودي عرب ته دا د ایراني صدر لومړۍ دوره وي. د ایران پخواني صدر محمدم خاتمي په ۱۹۹۹ کې سعودي عرب ته تللی و.

ایران او سعودي عرب په ۲۰۱۶ کې پس له هغې سفارتي تعلقات قطع کړل چې په ایران کې احتجاج کونکو په سعودي سفارتي ودانیو حملې وکړې. په ایران کې احتجاجونه په سعودي عرب کې شيعه عالم نمر النمر د پانسي کېدو په سر راپارېدلي وو.

د مارچ په لسمه نېټه د ایران او سعودي عرب د سفارتي تعلقاتو د بحالېدو په اړه د چین د اعلان نه وروسته د دواړو ملکونو خارجه وزیرانو هم ملاقات کړی دی.

سعودي پلاوی چې د خالي، شنبې، په ورځ تهران ته رسېدلی دی د زیارت، پنجشنبې، په ورځ به د ایران مشهد ښار ته سفر کوي.

د ایران او سعودي عرب د ملګرتیا د بحالېدو ترڅنګ سعودي عرب په یمن کې د ایران پلوه هوثي باغیانو سره مذاکرات شروع کړي دي.

سعودي سفارتکار محمد الجبار دا هفته د صنعا دوره کړه او په یمن کې هوثیانو او د جلاوطن حکومت ترمنځ د سیاسي حل دپاره يې هوثیانو سره خبرې وکړې.

ای پي خبري اداره وايي د یمن په خانه جنګۍ کې ایران د هوثیانو تر ټولو لوی مرسته کونکی ملک دی.

په ۲۰۱۵ کې د سعودي عرب په مشرۍ کې اتحاد چې امریکې ورته وسله او استخباراتي معلومات ورکول د یمن د جلاوطن حکومت په پره په جنګ کې ښکېل شول.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د وایټ هاوس د قومي سلامتیا مشیر جېک سولېون د سعودي ولی عهد محمد بن سلمان سره په ټېلې فون په یمن کې د جنګ په اړه خبرې وکړې.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې یو یو امریکايي چارواکي له قوله ویلي سولېون او سعودي ولي عهد د نهې، سه شنبې، په ورځ په ټېلې فون په داسې حال کې خبرې وکړې چې په یمن کې د مستقل امن په لړ کې د سعودي عرب او د یمن د ایران پلوه هوثي باغیانو ترمنځ د پرمختګ نخښې نښانې لیدل کېږي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00