شاته

ذبیح الله مجاهد: د ملګرو ملتونو کار ته خنډ نه جوړېږو خو د ښځو پر کار بندیز یوه کورنۍ ارزښتي موضوع ده

واشنګټن ـــــ د طالبانو حکومت وایي د ملګرو ملتونو کارونو ته خنډ نه جوړوي خو د ښځو پر کار کولو یې چې د دې ادارې په دفترونو کې بندیز لګولی دا د افغانستان کورنۍ ارزښتي موضوع ده او باید ټول اړخونه ورته درناوی ولري. ملګرو ملتونو لا د طالبانو دې تازه خبرو ته څه جواب نه دی ویلی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د شورو- چارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ښځو پر کار د بندیز د پرېکړې دا معنا نه ده چې ګوندې له هغوی سره "توپیري چلند" کېږي یا د ملګرو ملتونو فعالیت ته خنډ جوړېږي:

"موږ د خپلو ټولو هيوادوالو ديني، کلتوري او هر ډول ګټو په نظر کې نيولو سره د دوی ټولو حقوقو ته ژمن يو".

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر د نهې- سه شنبې په روځ يو ځل بیا د طالبانو د چارواکو هغه پرېکړه په کلکه غندلې ده چې له ملګرو ملتونو سره د افغانو ښځو پر کار کولو یې بندیز لګولی دی.

ملګرو ملتونو ویلي وو د طالبانو "دا بندیز د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون د نړیوالو قوانینو له مخې غیرقانوني دی، نو په دې توګه يې ملګري ملتونه نه شي منلی" او خبرداری یې ورکړی چې که په افغانستان کې کارونه ودروي ذمه وار به یې طالبان وي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دعوه کړې چې د افغانستان اوسنی بشري حالت د نړیوالو بندیزونو او فشارونو له کبله دی چې وایي لا هم دوام لري او د ده په وینا اصلي ذمه واري يې هم پر هغه چا ده چې د افغانستان پر مالي او بېنکي سيسټم يې بنديزونه لګولي دي:

"د افغانستان بیړني حالت ته په کتو ضروري ده چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه ژر تر ژره د افغان شتمنیو کنګل کولو، بانکدارۍ، سفري بندیزونو او نورو محدودیتونو مسئله حل کړي چې افغانستان وکولی شي په اقتصادي، سیاسي او امنیتي ډګرونو کي پرمختګ وکړي".

ذبیح الله مجاهد د شتمنۍ د کنګل کولو او پر بېنکي نظام د بندیزونو په اړه د کوم هېواد نوم یاد نه کړ، خو د 2021م کال د اګست پر 15مه چې طالبان په افغانستان واکمن شول امریکې د دې هېواد شاوخوا اووه اربه ډالر کنګل کړل او د طالبانو حکومت ته له سپارلو یې انکار وکړ.

د تېر کال 2022م کال په فرورۍ کې صدر جوبایډن وویل چې د دې شتمنۍ نیمایي به د یوولسم ستمبر د پېښې اغېزمنو کورنیو ته وساتل شي او نیمې به یې له افغان ولس سره د بشري مرستو لپاره د سویټزرلېنډ یو ټرسټ ته واستول شي.

خو د نیویارک د منهېټن ښار قاضي جورج ډېنیل په تېره فرورۍ میاشت کې وویل، دی د امریکې "د اییني پابندیو" په بنیاد طالبان د افغانستان قانوني حکومت نه ګڼي او دا پیسې د افغانستان بېنک شتمني ده، وایي که د یوولسم ستمبر اغېزمنو کورنیو ته د دې شتمنۍ د ورکولو اجازه ورکړي د دې معنا به دا وي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت قانوني جواز لري.

ذبیح الله مجاهد په خپله تازه اعلامیه کې د طالبانو پر مشرانو سفري بندیزونو ته هم اشاره کړې او داسې ښکاري چې په افغانستان کې د نجونو پر اعلی تعلیم او د ښځو پر کار د بندیز یو سبب یې همدا وي چې غواړي امریکا او ملګري ملتونه یې مشرانو ته اجازه ورکړي چې له نړیوالو سره د اړیکو جوړولو لپاره په ازادۍ سره سفرونه وکړي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک وایي، اداره یې په افغانستان کې 3,300 کارکوونکي لري چې 2,700 نارینه او 600 ښځې دي او دوی ټول د اپرېل له پینځمې راهیسې په کورونو کې دي خو وایي کار ته دوام ورکوي او تنخا به ورکول کېږي.

دوجاریک وایي په افغانستان کې له افغانانو پرته د ملګرو ملتونو 600 پیاوړي نړیوال کارکونکي هم کار کوي، چې په هغوی کې 200 ښځې دي خو وایي د طالبانو بندیز د دوی کار نه دی اغېزمن کړی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00