شاته

 د امریکې صدر جوبایډن شمالي ایرلېنډ ته رسېدلې، د برطانيې وزیراعظم سره به ملاقات کوي

په شمالي ایرلېنډ کې د امن معاهدې ۲۵ کاله لمانځلو په لړ کې د امریکې صدر جوبایډن بېلفېسټ ته رسېدلی او د شورو، چهارشنبې، په ورځ به د ایرلېنډ د سیاسي مشرانو او د برطانيې وزیر اعظم رشي سونک سره ملاقاتونه کوي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ به صدر بایډن په شمالي ایرلېنډ کې د کال ۱۹۹۸ د ګډ فرایډی نومې معاهدې ۲۵ کاله د پوره کېدو په مناسبت تقریر هم کوي.

د امریکې په منځګړيتوب د ګډ فرایډی نومې معاهده په ایرلېنډ کې د کال ۱۹۹۸ د اپرېل د میاشت په ۱۰ نېټه دستخط شوه.

د معاهدې په نتیجه کې د ایرلېنډ د کېتلېک او د پروټېسټېنټ مسلک عیسویانو ترمنځ و د لسیزو فرقه اييز تشدد ختم شو او د دواړو فرقو ترمنځ امن په ځای شو. قام پرست پروټېسټېنټس په شمالي ایرلېنډ کې د شاملېدو په حق کې وو خو کېتلېک یونینسټان برطانيې سره د یو ځای کېدو پلویان وو.

ایرلېنډ ته د روانېدو نه مخکې بایډن په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې په ايرلېنډ کې امن برقرار ساتل يې لوړه ترجیح ده.

صدر بایډن په ایرلېنډ کې د کال ۱۹۹۸ د امن معاهدې په اهمیت هم ټینګار وکړو.

صدر بایډن ابا او اجداد د ایرلېنډ نه امریکې ته تللي او هغه همېشه د خپل ایرېش نسب ذکر کوي او د ایرلېنډ د سفر په مهال به پلارنۍ علاقې بالینا ته هم ورځي.

د بایډن غور نيکه اوېن فېنېګن چې په پېشه چمیار و په ۱۸۴۹ کې امریکې ته هجرت وکړو.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې انیتا پاول او د رویټرز خبري ادارې د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00