شاته

څېړونکي: تحریک انصاف ځکه په پوځ پسې خبرې کوي چې ملاتړ یې ورله پرېښودی

د سياسي چارو کار پوهان وايي، پاکستان تحریک انصاف ګوند چې په واک کې وو، وزيراعظم عمران خان به یې د پوځ او پوځ د مشر صفتونه کول خو اوس چې ترې پوځ لاس اخستی، ياد ګوند په پوځ پسې خبرې کوي چې پوځ په سياست کې لاسوهنه کوي.

څيړونکي وايي پاکستان کې تل د پوځ په سياست کې کردار پاتې شوی د چا نه پټ نه دی. خو پوځ اوس وايي چې په سياست کې لاسوهنه نه کوي نو دا به معلومه شي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو مشر او د بهرنيو چارو مخکني وزير شاه محمود قرېشي د پاکستان د يو شخصي ټي وي ډان په پروګرام کې ویلي، "د پوځ دا وينا چې په ملکي معاملاتو کې لاسوهنه نه کوي دا سمه خبره نه ده، لاسوهنه وه او ده".

شاه محمود ويلي، "ملک د بحران سره مخ دی اقتصادي بحران دی ديواليه کېدو ته نزدې دی، سياسي بې ثباتي ده، عدالتي بحران جوړيږي، سم طوفان جوړیږي، ادارو له پکار ده چې د ملک په ګټه څه دي؟ ايين څه وايي په اييني تقاضو کې دې دننه پاتې شوي په سياست کې دې لاسوهنه نه کوو".

د پاکستان په پوځ چې د تېرې اوږدې مودې نه تورونه لګي په سياست کې لاسوهنه کوي، خو اوس وايي چې پوځ نور په سياست کې لاسوهنه نه کوي او سياستوال دې پوځ د سياسي معاملاتو نه په ډډه وساتي.

د پاکستان د پوځ مخکنی مشر جنرل [ر] قمر جاوېد باجوه چې د تېر کال نومبر په مياشت کې ريټايرډ شوی، په خپله وروستۍ وينا کې یې ويلي وو چې پوځ د 70 کالو نه په سياست کې مداخلت کړی خو پوځ فېصله کړې چې نور به په راتلونکې کې په سياست کې لاسوهنه نه کوي.

د سیاسي چارو کار پوهه د جرنلزم استاز ډاکټر توصيف احمد خان وايي، "زما خيال دی شامحمود قرېشې دغه بيان په دې تناظر کې ورکړی دی چې پوځ اوس د تحريک انصاف ملاتړ نه کوي".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "په 2018 کې تحریک انصاف ګوند د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] په مرسته په حکومت کې راغلی وو اوس هغوی دغه لاس اخستی دی نو ځکه اوس په پوځ تور لګوي چې پوځ په سياست کې لاسوهنه کوي".

د څيړونکو په نظر دا په پاکستان کې ډېره غټه سياسي کمزوري ده چې سياستوال د ولس د قوت په ځای د پوځ په لار ځان پیاوړي کوي او په واک ته رسي، او دا د پاکستان د ټول مجموعي مشرتابه کمزوري ده خو په دې کې د پوځ د مشرتابه ډېر غټ کردار دی.

ډاکټر توصيف احمد خان وايي، په دې کې شک نشته چې پوځ تل په سياست کې لاسوهنه کړې حکومتونه یې جوړ کړي او غورځولي دي، خو "په پاکستان کې سياست او سياستوال اوس هم لا پاخه نه دي او ګڼي چې په واک کې د راتګ يواځینۍ لاره پوځ دی".

هغه وايي، "پاکستان کې په کال 1973 کې د پوځ لاسوهنه نه وه نو سیاستوالو ايين جوړ کړو په شريکه، کنه سياست کله هم نه دی کامياب شوی، د بده مرغه د پوځ کردار پاتې شوی او سیاستوال هم د پوځ د لارې ځان واک ته رسول غواړي".

د سياسي چارو کار پوهان وايي، چې پوځ په سياست کې، اقتصادي معاملاتو کې، سټراټیجۍ او بهرنۍ پاليسۍ کې ډېر مهم کردار ادا لري، او د پاليسیانو ترحده حکومت د پوځ مشر چلوي، اوس چې پوځ بيا بيا په تکرار سره وايي، په سياست کې لاسوهنه کوي دا به وخت معلومه کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00