د هند پر یو پوځي مرکز په ډزو کې څلور پوځیان وژل شوي خو پولیس یې وایي د ترهګرۍ پېښه نه ده
واشنګټن ــــ د هندوستان په پنجاب صوبه کې په یوه پوځي مرکز کې ډزې شوې دي چې څلور پوځیان پکې وژل شوي دي خو د ټپیانو په اړه یې څه نه دي ویلي، چارواکي وایي دا د ترهګرۍ پېښه نه ده.
دا پوځي مرکز د نوي ډیلي شمال لوېدیځ لور ته د شاوخوا 280 کیلومیټره په فاصله دی، چې اکثر پکې د پوځیانو کورنۍ دي. دا مرکز د پاکستان له پولې هم د شاوخوا 100 کیلومیټره په فاصله دی.
د دې هېواد پوځ په یوه بیان کې ویلي، چې د ډزو دا پېښه د چارشنبې- شورو په سهار وختي شوې او څلور عسکر ټپیان شوي وو چې وروسته یې ساه ورکړه.
د هند د دفاع وزارت یوې سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله د نوم نه ښکاره کولو په شرط رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي چې د بټیندا ښار له پوځي اډې ډزې کوونکي تښتېدلي دي چې وایي شمېر یې معلوم نه دی.
پوځ په خپل بیان کې د پېښې د څرنګوالي او نورو معلوماتو په اړه څه نه دي ويلي او نه هم د پېښې ذمه واري تر اوسه چا پر غاړه اخيستې ده.
د هندوستان د پنجاب صوبې د پولیسو یوه اعلی چارواکي ایس پي ایس سریندر پال سینګ پرمار رویټرز ته ویلي چې دا پېښه "د ترهګرۍ حمله نه وه" او په یوه کېنټین کې دننه شوې ده.
د پوځ په بیان کې ویل شوي چې دا پوځي اډه یې بنده کړې ده او د سیمې له پولیسو سره په ګډه یې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، خو وایي په پېښه کې چاته نور کوم ځاني او مالي زیان نه دی اوښتی:
"په پېښه کې هر اړخ څېړل کېږي چې په هغه کې د یوه ټوپک او د 28 مرمیو ممکنه استعمال هم شامل دي چې دوې ورځې مخکې یې د ورکېدو رپوټونه ورکړل شوي وو."
له پاکستان سره په پوله لرونکي هندي پنجاب کې دا پېښه په داسې وخت کې شوې ده چې په صوبه کې د بېساکي په نوم کلتوري رسم ته د تیاریو په لړ کې سخت امنیتي تدابیر اخیستل شوي دي.
د وي او اې اردو د رپوټ له مخې د هندوستان په پوځي چاوڼیو کې مخکې هم د ترهګرۍ او د پوځیانو د خپلمنځي شخړو په نتیجه کې د ډزو پېښې شوې دي.
د تېر کال په جون کې د هندي پنجاب په پټان کوټ ضلع کې یو پوځي په چاوڼۍ کې دننه دوه عسکر په ډزو وژلي وو.
د 2018م کال په فرورۍ کې د هند تر ولکه لاندې کشمیر په سنجوان چاوڼۍ کې هم د ترهګرۍ په یوه برید کې دوه پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي وو.