شاته

امریکايي چارواکي د سعودي ولي عهد سره په یمن کې د جنګ په اړه خبرې کړې دي

د وایټ هاوس د قومي سلامتیا مشیر جېک سولېون د سعودي ولی عهد محمد بن سلمان سره په ټېلې فون په یمن کې د جنګ په اړه خبرې کړي دي.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې یو امریکايي چارواکي له قوله ویلي سولېون او سعودي ولي عهد د نهې، سه شنبې، په ورځ په ټېلې فون په داسې حال کې خبرې وکړې چې په یمن کې د مستقل امن په لړ کې د سعودي عرب او د یمن د ایران پلوه هوثي باغیانو ترمنځ د پرمختګ نخښې نښانې لیدل کېږي.

ای پي وايي د انساني حقونو او د تېلو د پېداوار په سر د صدر جوبایډن د حکومت او د محمد بن سلمان په تعلقاتو کې د تاوتریخوالی باوجود جېک سولېون خبرې وکړې ځکه چې په یمن کې د خانه جنګۍ د ختمېدو حوصله افزا نخښې نښانې لیدل کېږي او هم دا د صدر بایډن د حکومت لوړه ترجیح ده.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ سعودي سفارتکار محمد بن سعید الجابر په یمن کې د هوثي باغیانو سره وليدل. دغو مذاکراتو په اړه معلومات لرونکي یو امریکايي ای پي ته وویل د سعودي او هوثي خبرو مقصد د امن مذاکرات ګړندي کول وو.

یمن دپاره د صدر بایدڼ خصوصي استازی ټېم لېنډرکېنګ به دا هفته سعودي مامورینو سره خبرو دپاره سعودي عرب ته ورځي. د سي ايي ای مشر وېلیم برنز تېره هفته په سعودي عرب کې د سعودي استخباراتي چارواکو سره وليدل.

د ای پي ترمخه امریکايي چارواکي وویل سولېون او سعودي ولي عهد د یمن نه علاوه ایران سره د سعودي عرب سفارتي تعلقات په بحالېدو، د ایران اېټمي پروګرام او په نورو موضوعاتو هم خبرې وکړې
د ای پي ترمخه امریکايي چارواکي وویل سولېون او سعودي ولي عهد د یمن نه علاوه ایران سره د سعودي عرب سفارتي تعلقات په بحالېدو، د ایران اېټمي پروګرام او په نورو موضوعاتو هم خبرې وکړې

یمن ته د سعودي سفارتکار الجبار د سفر نه مخکې سعودي عرب او ایران د چین په منځګريتوب سفارتي تعلقاتو په بحالولو متفق شول. د دواړو ملکونو په ۲۰۱۶ کې سفارتي تعلقات ختم کړي وو. ای پي وايي د یمن په خانه جنګۍ کې ایران د هوثیانو تر ټولو لوی غیرملکي مرسته کونکی ملک دی.

د ای پي ترمخه امریکايي چارواکي وویل سولېون او سعودي ولي عهد د یمن نه علاوه ایران سره د سعودي عرب سفارتي تعلقات په بحالېدو، د ایران اېټمي پروګرام او په نورو موضوعاتو هم خبرې وکړې.

ایران پلوه هوثي باغیانو په ۲۰۱۴ کې د یمن سر ښار صنعا ونیولو او د یمن په نړیواله کچه من شوی حکومت يې سعودي عرب ته په جلاوطنۍ مجبور کړو. په ۲۰۱۵ کې د سعودي عرب په مشرۍ کې اتحاد چې امریکې ورته وسله او استخباراتي معلومات ورکول د یمن د جلاوطن حکومت په پره په جنګ کې ښکېل شول.

ای پي وايي د کلونو راهسې جنګ د عرب نړۍ غریب ترین ملک یمن د قحط درشل ته رسوولی دی او د هېواد په خانه جنګۍ کې د ۱۵۰۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي چې د ۱۴۵۰۰ نه زیات په کې ملکي خلک دي. دغه شمېرط د ارمډ کانفلېکټ لوکېشن اېنډ ايوېنټ ډېټا پراجېکټ وړاندې کړي دي.

د یمن په خانه جنګۍ کې د شپږو میاشتو ورستۍ ډز بندي د اکتوبر په میاشت کې ختمه شوې او صدر بایډن په یمن کې مستقل امن په منځني ختیځ کې د خپل حکومت لومړۍ ترجیحاتو کې شامله کړې ده.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00