شاته

مفتي سعيد: د بشرا بي بي سره د عمران خان لومړۍ نکاح غېرشرعي او غېرقانوني وه

نکاح کوونکي مفتي محمد سعيد چې د عمران خان او بشرا بي بي نکاح یې تړلې وه، عدالت ته په جمع کړي بيان حلفي کې ويلي، "که د شرعي او قانوني نظره وکتل شي نو د عمران خان د کال 2018م د لومړۍ جنورۍ نېټې والا نکاح غېر شرعي او غېر قانوني وه".

مفتي سعيد دغه بیان نن د شورو- چارشنبې په ورځ د اسلام اباد يو عدالت ته ورکړی دی.

د اسلام اباد د ضلعي سېشن عدالت د سینېر سېول جج نصرمن الله په عدالت کې د محمد حنيف نومې تن په هغه خواست اورېدنه شوې کوم خواست چې د عمران خان او بشرا بي بي د نکاح د عدت خلاف شوی وو.

مفتي سعيد په خپل بيان کې ویلي، "عمران خان ورته د کال 2018م په لومړۍ جنورۍ ويلي چې د بشرا بي بي سره ورله نکاح وتړي او بيا لاهور ته لاړو".

د مفتي بيان چې په ټولنيزو رسنیو هم خپور شوی پکې هغه ویلي د" عمران خان سره یې ښه اړيکې وې او د تحریک انصاف د کور کمېټۍ غړی هم وو".

هغه زیاته کړې "د عمران خان سره لاهور ته تللی په ډيفنس کې په یو کور کې دبشرا بي بي خپلوانو نه یې پوښتنه کړې چې د نکاح ټول شرطونه پوره دي د لومړي طلاق تپوس یې هم کړی او بيا یې نکاح کړی دی".

مفتي سعيد ويلي، "څو ورځې وروسته راسره عمران خان بيا رابطه وکړه چې نکاح بيا وتړي او چې ما ترې علت معلوم کړو عمران خان راته وويل، چې طلاق په 17 نومبر شوی وو او د کال 2018م په لومړۍ جنورۍ نکاح ځکه ضروري وو چې وړاندوینه شوې وه چې که زه د کال 2018م په لومړۍ نېټه د بشرا بي بي سره واده وکړم نو د ملک وزیراعظم به جوړ شم، ځکه مې په هغه ورځ د بشرا بي بي سره نکاح وکړو، او ما بيا په فرورۍ 2018م کې په بني ګاله کې د دوی بيا نکاح وتړو".

هغه ويلي، ځکه که "د شرعي او قانوني نظره وکتل شي نو د عمران خان د کال 2018م د لومړۍ جنورۍ نېټې والا نکاح غېر شرعي او غېر قانوني وو".

د عمران خان او د هغه د مېرمن بشرا بي بي لخوا تازه بيان ته سمدستي کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی خو د 2018م کال د ستمبر په میاشت کې بشرا بي بي د پاکستاني ټي وي [هم نيوز] سره په مرکه کې ويلي وو چې "هغه کله د کوره وتله نو لومړی یې عدت پوره کړی وو او ښايي اووه میاشتې وروسته یې واده کړی وو".

عدالت د مفتي سعيد بيان ريکارډ کړی او د اورېدنې دپاره یې بله نېټه د اپرېل 28مه ورکړی شوې ده.

عدت څه وي؟

مولانا ډاکټر قاسم محمود وايي، "يو سړی چې زنانه له طلاق ورکړي يا یې خاوند مړ شي، نو دغه ښځې له د طلاق يا د خاوند مړ کېدو نه پس شريعت دغه ښځې له يو حد مقرر کړی دی چې درې ماهواريانې يا درې ځله یې حېض وشي د هغې وروسته به بيا بل ځای نکاح کوي. دغو درېو ماهواريانو ته په شريعت کې عدت وايي او شريعت ښځې د دې پابند کړي دي چې عدت به تېروي او بیا به بل ځای نکاح کوي".

په عدت کې نکاح ولې نه شي کېدی؟، مولانا قاسم محمود وايي "يو خو دا د دين اسلام حکم منل دي، خو بل لور ته نکاح د ښځې او سړي خواهشات پوره کېدل نه دي بلکې د دې نه يو مستحکم خاندان او وروسته نسب چلول هم مقصود دي".

هغه زیاته کړه "عدت ځکه ضروري دی چې د مخکني مېړه سره د ښځې څومره وخت تېر شوی يا یې کوم تعلق وو، په درېو ماهواريانو کې به هغه هر څه پاک شي او ښځه بيا د بل نکاح جوګه شي".

د عمران خان ودونه

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم لومړی واده په 1995م کال له یوې بریتانوۍ مېرمنې جمایما خان سره کړی وو، چې د هغې نه یې دوه زامن دي. دویم واده یې په جنورۍ 2015م کال له یوې پښتنې جرنلسټې ریحام خان سره کړی وو، خو کال یې نه وو پوره چې سره بېل شوي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00