شاته

ویسټ په افغانستان باندې د خبرو لپاره قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې ته سفر کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې د ورځې ناوخته اپریل ۱۱ ( حمل۲۲) قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې ته افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس ویسټ د تازه سفر د پیلیدو خبرورکړی دی.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ښاغلی ویسټ به د دغه سفر په ترڅ کې د یو شمیر افغان سیاسي شخصیتونو، خبریالانو، مدني فعالانو، د بشري حقونو ملاتړو او افغان سوداګرو سره خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وینا پر اساس همداشان ښاغلی ویسټ به د قطري چارواکو سره د افغانستان په وروستیو تحولاتو باندې هم خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي:" په داسې حال کې، چې نړیواله ټولنه افغانستان ته د پیښو ګواښونو د حل په لټه کې ده، د طالبانو وروستیو پریکړو له امله، چې په بشري چارو کې یې د ښځو ګډون محدود کړی او ښځې یې په ملګروملتونو ادارو کې د حیاتي کارونو څخه منع کړي وضعیت لا خراب کړی دی".

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې ته د ښاغلي ویسټ سفر د اپریل په ۱۱ پیل شوی او د اپریل تر ۱۸ به دا سفر دوام ومومي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت له خوا د بشري مرستو په عملیاتو کې د ښځو په کار د محدودیت په اړه دا اندیښنه په داسې حال کې ښودلې، چې طالبانود حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې د خپل حکومت د دغې پریکړې څخه دفاع کړې ده او دا پریکړه یې د افغانستان داخلي مسله ګڼلې ده.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر " یوناما" ویلي، چې طالبانو حکومت د ننګرهار په ولایت کې ددغې ادارې دښځینه کارکوونکو د کار مخه نیولې او هغوی یې دفتر ته د تللو څخه منع کړي دي. د طالبانو دا اقدام د پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

ددې دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د طالبانو داپریکړه یوه "بزدلانه" پریکړه ګڼلې وه او ویلي و، چې په دې اړه اندیښنه لري. انتوني بلینکن د خپل ټویټر په پاڼه لیکي و، چې دا پریکړه زیانمن شوو او بشري مرستو ته اړو افغانانو باندې لا اغیز کوي.

د طالبانو د حکومت ددې پریکړې وروسته افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا، د سه شنبې په ورځ وویل، چې د راروانې می د میاشتې تر پنځمې یې د ملګروملتونو یوه عملیاتي ارزونه پیل کړې ده.

د یوناما له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې ټاکل شوې په دغې موده کې به په افغانستان کې ملګري ملتونه اړينې مشورې ترسره، اړين عملیاتي تنظيم به رامنځته، او د ټولو ممکنه پايلو لپاره به چټک بيړني پلانونه ترتیب کړي.

ملګروملتونو همدارنګه ویلي: "د بندیز ټول اړخونه او پایلې به وڅیړو او خپل هغه فعالیتونه، چې په هغو برخو کې، چې د بندیز سره مخ کیږي و به یې ځنډو. دا مسله به د دایمي څیړنې لاندې ونیول شي".

د راپورونو له مخې ملګري ملتونه اوس مهال په افغانستان کې ۳۳۰۰ داخلي کارکوونکي لري، چې شاوخوا ۴۰۰ یې ښځې دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک د ترلاسه کولو وروسته په پرله پسې ډول په نجونو او ښځو باندې محدودیتونه لګوي او نه یوازې یې نجونې او ښځې د منځنۍ او لوړو زده کړو څخه منع کړي بلکې په دفترونو کې یې د ښځو په کار هم بندیزونه لګولي دي.