شاته

فرانسه نهه افغانان د انسانانو د قاچاقو په تور محاکمه کوي

په پاریس کې مقامات وايي د هغو نهو افغانانو محکمه پیل شوې ده چې له فرانسې څخه یې بریتانیا ته د اوبو په خطرناکو لارو د انسانانو د قاچاقو په تور نیول شوي دي.

د دغو کسانو محکمه داسې مهال پیل شوې چې بریتانیا او فرانسې تړون کړی چې د اوبو له لارې به د انساني قاچاقو مخه نیسي. له دې لارې څخه د ۲۰۱۸ کال راپدیخوا پناه غوښتونکي بریتانیا ته ځي.

په نیول شویو کسانو باندې تور دی چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ او مارچ په میاشتو کې یې څلور ځلې د کښتیو او اوبو د واسکټونو په واسطه یې له ۵۳ افغانانو او ویتنامیانو سره مرسته کړې چې په قاچاقي ډول د اوبو له لارې برتیانیا ته ولاړ شي. د دوی محکمه تېره ورځ اپریل ۱۱ (وري۲۲) پیل شوې ده.

په دغو نهو کسانو کې یې په څلورو تنو تور دی چې په انساني قاچاقو کې يې مخکښ رول لوبولی او پنځه نور یې بیا له دغو څلورو کسانو سره د همکارۍ په تور محاکمه کېږي. دوی ټول د ناقانونه مهاجرت په منظمې همکارۍ تورن دي.

د محکمې په اسنادو کې ویل شوي په دوی کې یې ځیني تورن دي چې کښتۍ او د اوبو جاکټونه یې پېرلي او بیا یې د «ویمیریکس» ښار ته نژدې د سیند په شکو کې پرېښي دي.

د یو تورن په اقرار کې ویل شوي چې قاچاقبرو له یو پناه غوښتونکي څخه، چې د کښتۍ مشر چلوونکی ټاکل شوی و، پوره پېسې یې نه دې اخیستې او یو بل کس چې دنده ورکړل شوې وه په جي پي اس به لاره مومي، نیمې پېسې ورکړې دي. نورو ټولو پناه غوښتونکو د ۱۵۰۰ او ۴۰۰۰ ترمنځ یورو ورکړي دي چې له فرانسې بریتانیا ته واوړي. په دغو څلورو قضیو کې پناه غوښتونکي په فرانسې او یا په بریتانیا کې ژغورل شوي دي.

د بریتانیا حکومت وايي په ۲۰۲۲ کې څه باندې ۴۵۰۰۰ کسان په کوچنیو کښتیو کې د انګلنډ جنوب ختيځ ته راغلي دي. په ۲۰۲۱ کې بیا څه باندې ۲۸۰۰۰ کسان بریتانیا ته تېر شوي دي.

د ۲۰۲۱ د نومبر په میاشت کې یوه کښتۍ، چې ۲۷ تنه په کې سپاره وو، ډوبه شوه. اکثریت کسان کردان او عراقیان وو چې یو په اووه کلن ماشوم هم په کې و. د دغې قضیې په اړه تحقیقات لا هم روان دي.

د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې په فرانسې کې یوې محکمې، په اوبو کې د یوې ایرانۍ له ډوبېدو وروسته، یو افغان او یو هالنډی د انسان د مرګ او انساني قاچاقو په تور په شپږو او دریو کالونو بند محکوم کړل.