شاته

امریکايي مقام: د ملي امنیت مشاور له شهزاده سلمان سره د یمن په اړه وغږېده

په یمن کې د جګړې د ختمولو د هڅو په لړ کې له حوثي یاغیانو سره د سعودي عربستان د چارواکو له ملاقات وروسته، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا مشاور جیک سولیوان د سعودي له شهزاده محمد بن سلمان سره په تیلیفون کې خبرې کړي.

د سپینې ماڼۍ یو لوړ پوړي مقام، چې نغواړي نوم یې خپور شي، ویلي دي چې دا خبرې داسې مهال شوي چې نښې نښانې څرګندېږي ممکن له حوثي یاغیانو سره په خبرو کې «مهم پرمختګ» شوی وي.

شهزاده محمد بن سلمان د بشري حقونو او تیلو د تولید په اړه له ولسمشر جو بایډن سره ښه روابط نلرل. خو دغه مقام وویل چې جیک سولیوان او محمد بن سلمان تصمیم ونیوه چې خبرې وکړي. د یمن د جګړې ختمول د ولسمشر بایډن په لومړیتوبونو کې شمېرل کېږي.

د سپینې ماڼۍ دغه مقام وايي چې د یمن لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټیم لینډرکېنګ به همدا اوونۍ ریاض ته ځي چې په دې مسئلې باندې د سعودي عربستان له مقاماتو سره نورې خبرې وکړي. د سي آی اې مشر ویلیم برنس تېره اوونۍ سعودي ته تللی او هلته یې له استخباراتي مقاماتو سره خبرې وکړي.

د ریاض او واشنګټن د مقاماتو دا خبرې داسې مهال کېږي چې د سعودي عربستان لوړ پوړي دپلومات محمد بن سعید الجابر د یکشنبې په ورځ د یمن په مرکز صنعا کې د حوثي یاغیانو له مشرانو سره خبرې وکړي چې د جګړې د ختمولو لپاره مذاکرات چټک شي.

الجابر د چین په منځکړتوب د ایران او سعودي ترمنځ د دپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو د تړون له لاسلیک کېدو وروسته یمن ته سفر وکړ. ایران د حوثي شیعه یاغیانو تر ټولو قوي بهرنی ملاتړی دی.

دا د چین لپاره، چې په نړۍ کې د متحدو ایالتونو رقیب بلل کېږي، په دپلوماسۍ کې یو لوی ګام بلل کېږي، ځکه چې بیجینګ فکر کوي په منځني ختيځ کې دپلوماتیک رول لوبولی شي.

د سپينې ماڼۍ دغه مقام وویل چې دچین په منځګړتوب د ریاض او تهران ترمنځ د تړون له لاسلیک کېدو مخکې په عراق او عمان کې د یمن په اړه په خبرو کې پام وړ پرمختګونه شوي وو. خو دغه مقام وویل چې د یکشنبې د ورځې له خبرو وروسته، په یمن کې د سولې د تړون د قوي کېدو او جګړې د ختمېدو په اړه ځینې مهم پرمختګونه څرګند شوي دي.

د سپینې ماڼۍ دغه چارواکي وویل چې د جیګ سولیوان او شهزاده محمد بن سلمان خبرې تر ډېره په یمن متمرکزې وي، خو له ایران سره د سعودي د دپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو، د ایران د اتومي پروګرام او نورو مسائیلو په اړه هم وغږېدل.