شاته

پریګوژین: روسیې هغه څه باندې پنځه زره مجرمین وبښل چې د اوکراین په جګړه کې یې ګډون وکړ

د روسیې د واګنر ګروپ مشر ییفګیني پریګوژین د شنبې په ورځ مارچ ۲۵ (وري پنځمه) وویل د روسیې حکومت وروسته له هغه په زندان څه باندې ۵۰۰۰ محکومین وبخښل چې هغوی د اوکراین په جګړه کې د خپل ګډون موده بشپړه کړې.

پریګوژین یو پخوانی محکوم دی چې په ۱۹۸۰ میلادي‌ لسیزه پر سړکونو د وسله والو غلاوو او لوټماریو په جرم په نهه کاله بند محکوم شوی وو.

خو وروسته له هغه چې روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴ نیته پر اوکراین نظامي برید پیل کړ، هغه یوځل بیا د واګنر ډلې د مشر په توګه صحنې ته داخل شو.

وروسته له هغه چې روسیې د اوکراین په جګړه کې پرله پسې ماتې وخوړلې، پریګوژین په زرګونه کسان‌ له زندانونو څخه استخدام کړل او د اوکراین په یو شمیر خطرناکه جنګونو کې د ګډون له امله هغوی ته د آزادۍ وړاندیز وکړ.

پریګوژین چې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین نږدې ملګری دی، په خپل ټلګرام کې په یو غږیز پیغام کې ویلي:" اوسمهال په زندان څه باندې پنځه زره محکوم مجرمین وروسته له هغه عفوه شول چې له واګنر سره یې د خپل قرار داد دوره بشپړه کړه."

د واګنر ګروپ د مشر په وینا، د شمیر له مخې، یوازې صفر اعشاریه ۳۱ سلنه کسانو له بخښل کیدو وروسته جرم کړی دی او دا جرمونو ته د مجرمینو د ستنیدو د شاخصونو څخه ۱۰ تر ۲۰ سلنه کم دی.

واګنر شرکت په محکومو مجرمینو سربیره، جګپوړي پخواني افسران او جاسوسان هم د اوکراین جګړې ته استخدام کړي دي.

متحدو ایالتونو پریګوژین یو ډیر بډای کس بللی او زیاته کړې یې ده چې هغه هڅه کړې د امریکا په ټاکنو کې مداخله وکړي او په ټوله نړۍ کې غلط معلومات خپاره کړي.

له همدې امله پر نوموړي د امریکا له خوا بندیزونه لګولي دي. پریګوژین هم د امریکا په ټاکنو کې په مداخله اعتراف کړی دی او ویلي یې دي چې د واګنر ګروپ بنسټ ایښودونکی دی.

واګنر د اوکراین په جګړې سربیره، په لیبیا، سوریه، د افریقا په مرکزي جمهوري او مالي کې هم په جګړو کې ښکیل دی.

د واګنر ګروپ رئیس په دې وروستیو کې په یوې مرکه کې وویل، غواړي خپل نظامي خصوصي شرکت د (ایډیولوژي په اردو) بدل کړي، هغه پوځ چې د هغه په وینا په "روسیه کې د عدالت" لپاره وجنګیږي.