شاته

طالبان په بهر کې د افغانستان د ډیرو دیپلوماتیکو استازولیو کنټرول غواړي - طالبان

د طالبانو یو ویاند د شنبې په ورځ مارچ ۲۵ (وري پنځمه) ویلي د طالبانو حکومت هڅه کوي په بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان د ډیرو سفارتونو مسولیت واخلي.

طالبان په داسې حال کې دا هڅه کوي چې یادې ډلې پر افغان نجونو او میرمنو محدودیتونه ډیر کړي او حکومت یې له همدې امله د نړۍ له فشارونو سره مخ دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو ویډیویي پیغام کې ویلي:" اسلامي امارت حد اقل ۱۴ هیوادونو ته دیپلوماتان استولي او هڅې روانې دي چې د نورو دیپلوماتیکو ماموریتونو مسولیت هم واخیستل شي.‌"

ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې د پخواني حکومت دیپلوماتان په کابل کې د هغوی د بهرنیو چارو له وزارت سره په همغږۍ خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

دغه طالب چارواکي زیاته کړه چې د هغوی حکومت ایران، ترکیې، پاکستان، روسیې، چین، قزاقستان او نورو عربي او افریقایي هیوادونو ته دیپلوماتان استولي دي، خو هغه په دې اړه ډیر جزیات ورنکړل.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته له رسیدو وروسته، طالبانو په لومړیو کې د منځلاري حکومتولۍ ژمنه وکړه خو وروسته یې سخت محدودیتونه وضع او داسې اقدامات وکړل چې د خلکو اساسي آزادۍ یې محدودې کړې.

ملګرو ملتونو او د نړۍ هیوادونو د افغان میرمنو او نجونو پر تعلیم او کار د طالبانو محدودیتونه په کلکه غندلي دي.

که څه هم د پاکستان، ترکیې، قطر او چین په ګدون په یو شمیر هیوادونو کې د افغانستان نمایندګۍ طالبانو ته سپارل شوي خو نړۍ اوس هم په رسمیت د طالبانو پيژندلو ته په احتیاط ګوري.

ایراني مقاماتو د روان کال په فبروري میاشت کې د ایران په تهران ښار کې د افغانستان سفارت چې تر دې مخکې د پخواني حکومت د کارکوونکو له خوا اداره کیده، د طالبانو د حکومت استازي ته وسپاره.

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي که څه هم په نورو هیوادونو کې د خپلو دیپلوماتانو د شمیر په اړه معلومات ورنکړل خو زیاته یې کړه:" ډیر سفارتونه په بهر کې شته. اسلامي‌ امارت غواړي له ټولو هیوادونو سره دیپلوماتیکې اړکي ولري او له ښو اړیکو سره پر مخ ولاړ شو."

ښاغلي کریمي زیاته کړه، دا یې هیله ده چې په ټولو هیوادونو کې د هغوی سفارتونه خلاص او له اسلامي امارت سره رسمي اړیکي پیل شي.

خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي نماینده ګۍ سرپرست نصیر احمد فایق امریکا غږ سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي یو شمیر هیوادونو د خپلو اړتیاوو له مخې له طالبانو سره اړیکې ټینګي کړي خو دا د رسمیت پيژندلو معني نه ورکوي.

فایق زیاته کړه:" په سیمه کې یو شمیر هیوادونه د خپلو لومړیتونو او ګټو او همدارنګه د مهاجرینو په برخه کې د ستونزو، اقتصادي او سوداګریزو مسایلو له پلوه اړ دي چې د طالبانو استازې په خپلو هیوادونو کې ومني خو دا د رسمیت پيژندلو ‌په معني ندي."

ښاغلي فایق وویل، هغه ژمنې چې طالبانو د خپل چلند د بدلیدو په اړه د دوحې د خبرو پرمهال له نړیوالې ټولنې سره کړې وي او داسې یو تصویر یې رامنځ ته کړی وو چې هغوی بدل شوي، د افغانستان ملي ګټو، د جګړې پای، د قانون واکمني او د عدالت تامین ته هڅه کوي، دا ټول له بده مرغه واک ته د هغوی له رسیدو وروسته، برعکس ثابت شول.

د نړۍ دریځ

د ملګرو ملتونو مرستیالې آمنه محمد په جنوري میاشت کې وویل طالبان د نړۍ له خوا رسمیت پيژندل او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان چوکۍ غواړي کومه چې اوسمهال د تیر حکومت له استازي سره ده.

میرمن محمد پر افغان نجونو او میرمنو د لګیدو محدودیتونو د لیري کیدو‌په هدف په کابل او کندهار کې له طالب چارواکو سره تر لیدنې وروسته وویل:‌"رسمیت پیژندل زموږ یو امتیاز دی چې لرو یې او موږ یې باید وساتو."

طالبانو نه یوازې نجونۍ له متوسطه، لیسه ښوونځیو او پوهنتونونو منع کړي بلکې په حکومتي او غیر حکومتي ادارو کې یې هم د هغوی د کار مخه نیولې ده.

دغې سخت دریځې ډلې همدارنګه د افغانستان په یو شمیر سیمو کې میرمنو ته د حجاب د اغوستلو امر کړی او پارکونو او حمامونو ته یې د هغوی د تګ مخه نیولې ده.

نن شنبه د مارچ ۲۵ د افغانستان په اکثریت برخو کې د نوې تعلیمي کال لومړی ورځ وه خو له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته پرې نښودل شوې.

پوهنتونونه هم د مارچ په لومړیو کې د نجونو له حضور پرته پرانیستل شول او په غیر حکومتي موسسو کې د میرمنو او نجونو د نه کار کولو حکم اوس هم نافذ دی. خو یو شمیر موسسو په قسمي ډول خپل فعالیتونه پیل کړي دي.

د ناروې د کډوالو د شورا مشر جان اګلانډ د جمعې په ورځ وویل په افغانستان کې د خیریه موسسو پر ښځینه کارکوونکو د (نه زغم) وړ محدودیت څخه درې میاشتې تیریږي.

نوموړي وویل په سیمه ایزه کچه ځیني پرمختګونه شوي او میرمنو ته د کار اجازه ورکړل شوې خو تر اوسه په ملي کچه اجازې ته په تمه دي.