شاته

د چین صدر شي په ماسکو کې د روس صدر پوټن سره ملاقات کړی

د چین صدر شي جېن پېنګ د ګل، دوشنبې، په ورځ په درې ورځۍ دوره روس ته ورسېدو او په ماسکو کې يې د صدر ولادېمير پوټن سره ملاقات وکړو.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي چینايي صدر ماسکو ته په داسې مهال رسېدلی چې په اوکراین د روس د یرغل په نتیجه کې شروع شوی جنګ دوام لري.

رپورټ دا هم وايي روس ته د صدر شي سفر د صدر پوټن دپاره سياسي ملاتړ هم دی.

روس او چین ویلي ماسکو ته د شي جېن پېنګ د دورې مقصد د دواړو ملکونو لامحدوده ملګرتیا نوره زیاتول دي.

کرېملېن ویلي په اوکراین کې امن دپاره د صدر شي د منصوبي ملاتړ کوي او ګل، دوشنبې، د ماښام په ډوډۍ به پې صدر وټن او صدر شي خبري کوي.

چین په اوکراین کې د ډز بندۍ غوښتنه کړې خو واشنګټن دا تجویز رودي، وايي ډز بندي به د جنګ په مېدان د روس د ګټو تاید وکړي.

روس ته د صدر شي د سفر نه مخکې د جمعې په ورځ انټرنېشنل کرېمېنل کورټ په اوکراین کې د جنګي جرمونو په د صدر پوټن د ګرفتارۍ حکم جاري کړو. روس د عدالت دایره اختیار نه مني او د صدرپوټن د ګرفتارۍ امر یې رد کړی دی.

د چین خارجه وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې د عدالتي اقداماتو نه د ریاست د مشر د استثنا احترام دې وکړي او د سیاست او د دوه برغه چلند نه دې ډډه وکړي.

ای پي وايي چین د خپلو اقتصادي ضرورتونو پوره کولو دپاره د روس په تېلو او ګېس انحصار کوي او دواړه ملکونو په نړیوالو چارو کې د امریکې د بالادستۍ مخالف دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00