شاته

متقي: د داعش غړي له 'بهر' څخه افغانستان ته راځي

د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د داعش ـ خراسان څانګې ډلې د بریدونو زیاتېدو سره هم مهاله د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، داعش ډله په افغانستان کې نشته او په خبره یې د دغې ډلې غړي له بهر څخه افغانستان ته داخلیږي.

امیر خان متقي د شنبې په ورځ ناوخته مارچ ۱۸ (کب ۲۷) د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون سره مرکه کې ویلي چې داعش ډله اوس مهال په افغانستان کې ځپل شوې ده.

هغه زیاته کړې: "داعش ډله په افغانستان کې حضور نلري، په افغانستان کې مخالفې ډلې حضور نلري،که دلته کومه پېښه کیږي دا له بهره (افغانستان ته) واردېږي، دا زموږ او ستاسو لپاره ښه زېری دی چې الحمد لله افغانان پخپل منځ کې کوم مشکل نلري."

متقي ونه ویل چې له بهر څخه یې هدف کوم هېوادونه ده چې د هغه په خبره «پېښه» ترې افغانستان ته واردېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پدې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې ده چې په افغانستان کې د دغې ډلې وژل شوي غړي بهرني وګړي دي.

دغه لوړپوړي طالب چارواکي همدارنګه د یوه امریکايي جنرال هغه څرګندونې چې ویلي و، داعش به په راتلونکو شپږو میاشتو کې له افغانستان څخه پر متحده ایالاتو د برید توان پیدا کړي، هم رد کړې.

امیر خان متقي زیاته کړې چې د افغانستان ټول سرحدونه اوس مهال د طالبانو حکومت په کنټرول کې دي او د افغانستان له خاورې څخه به هیڅ هیواد ته ګواښ پېښ نشي. هغه همدارنګه وویل چې د افغانستان امنیت نسبت تیرو دوو لسیزو ته ښه شوی دی.

د طالبانو حکومت په پرله پسې ډول ادعا کړې، چې داعش ډله یې ماته کړې او دا ډله نور په افغانستان کې فزیکي حضور نلري. خو ددې سره سره داعش په پرله پسې ډول په ځینو مهمو ځایونو کې بریدونه کړي دي.

روانه میاشت په بلخ ولایت کې د ځانمرګي برید مسؤلیت، چې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي محمد داود مزمل په ګډون دری کسان یې ووژل، داعش ډلې منلی و.

د بلخ په ولایت کې تر یادې چاودنې شاوخوا یوه اونۍ وروسته د طالبانو امنیتي چارواکو ادعا وکړه چې وړمه شپه د مزارشریف په ښار کې د داعش د خراسان ډلې د غړو پر پټنځایونو د عملیاتو په ترڅ کې ددغې ډلې د پنځو تنو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پدې وروستیو کې پخپل راپور کې وویل چې افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د بهرنیو تروریستي ډلو د فعالیتونو د محدودولو په برخه کې کومې نوې نښې نه دي لیدل شوي، برعکس دا ډلې په یاد هیواد کې په آزاد ډول تګ راتګ کوي، خو طالبانو د ملګرو ملتونو دغه راپور رد کړ.

پر همدې مهال د سیاسي چارو افغان کارپوه علیم داد علیم وايي، که نړیوال او د افغانستان خلک په دې برخه کې جدي ونه اوسي، افغانستان به له لویو ګواښونو سره مخامخ شي چې له هغې جملې د دوامداره جګړو احتمال دی.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته د مرکزي اسیا یو شمېر هیوادونو د افغانستان د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د داعش ډلې د احتمالي حضور په اړه اندېښنې ښودلې او په دې اړه یې غونډې جوړي کړي دي.

خو د طالبانو حکومت تر دې مخکې د سیمې او نړیوالو هیوادونو ته تل ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هیواد پر ضد ونه کارول شي.