شاته

د هبت الله فرمان؛ د طالب چارواکو زامن دې له حکومتي مقامونو لیرې کړل شي

د طالبانو مشر، هبت الله اخندزاده په تازه شفاهي فرمان کې د افغانستان ټولو دولتي ادارو ته امر کړی چې د طالب چارواکو ګمارل شوي زامن له دندو څخه لیري کړي.

دغه فرمان د شنبې په ورځ ناوخته مارچ ۱۸ (کب ۲۷) د طالبانو حکومت د ویاندویانو او رسنیو لخوا په ټویټر کې خپور شوی دی.

د طالبانو د مشر په دغه فرمان کې همدارنګه ویل شوي چې د "خپلوۍ او شخصي اړیکو پر بنسټ دې چاته له وظیفې ورکولو څخه په ککله ډډه وکړي."

د طالبانو مشر پدې اړه خپل فرمان کې ویلي: "د ټولو امارتي ادارو مسؤلین، چې تر خپل امر لاندې اداراتو کې خپل یو یا څو زامن مقرر کړي دي، د حکم له ابلاغ وروسته منفک دي او د خپلو زامنو پر ځای دې نور کسان وګماري."

تر دا مهاله معلومه نه ده چې کومو طالب چارواکو خپل زامن په وزارت خانو او یا هم خپلواکو ریاستونو کې استخدام کړي دي. د راپورنو په اساس ویل کیږي چې د دولتي ادارو بستونو ته د رقابتي ازموینو له لارې د طالبانو لخوا د هغوی اړوند کسان نیول کیږي.

له دې سره سره، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي تر دې مخکې ویلي و چې د دوی حکومت د پخواني حکومت هیڅ یو کار کوونکی له دندې څخه نه دی لیري کړی.

تازه د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري هم ویلي و چې د طالبانو حکومت کې فساد له منځه وړل شوی او شفافیت رامنځته شوی دی.

شاوخوا یو کال مخکې هم د طالبانو مشر د یو فرمان په صادرولو سره له طالب چارواکو څخه غوښتي و چې د «انډیوالۍ» مسایل څنډې ته کړي او خلکو ته یو ډول خدمات وړاندي کړي.

دغه فرمان چې د ۱۴۰۰ کال د کب میاشتې پر ۲۳مه خپور شوی و، د طالبانو مشر حکم کړی و هغه مسایل چې د خلکو په منځ کې د بې باورۍ لامل کیږي او د طالبانو حکومت او خلکو ترمنځ واټن رامنځته کوي، ډډه وکړئ.

هغه همدارنګه طالب چارواکو ته سپارښتنه کړې وه چې له قومي، سمتي، ژبني او نورو مسایلو څخه هم ډډه وکړي.