شاته

هند د یو جلاغوښتونکي سیک مبلغ په لټون کې په لسګونو کسان نیولي 

په هند کې د سکانو د یو سخت دریځه مبلغ لټون د یکشنبې په ورځ مارچ ۱۹ (کب ۲۸) د دوهمې ورځې لپاره دوام درلود او مقاماتو په ټول پنجاب ایالت کې موبایل انټرنیټ بند کړی او ددغه جلاغوښتونکي سک ۷۸ ملاتړي یې نیولي دي.

په دې وروستیو میاشتو کې امرتپال سینګ د سیکانو لپاره د خالصتان په نامه د یو جلا هیواد د جوړولو غوښتنې ته زور ورکړی او د هند د شاوخوا ۳۰ میلیون نفوس لرونکي شمالي ایالت پنجاب په کلیوالي سیمو کې د لاریونونو په ترڅ کې د سیکانو د مذهب سخت دریځه تفسیر بیانوي.

تیره میاشت ۳۰ کلن امرتپال سینګ او د هغه ملاتړو په تورو، جړو او ټوپکونو سره د پولیسو په یو مرکز وروسته له هغې برید وکړ چې د هغه یو همکار د برید او تښتونې په تور ونیول شو.

د امرتسر ښار په څنډه کې چې د سیکانو سپیڅلی طلایي معبد په کې موقعیت لري په سپینه ورځ پدې برید کې څو پولیس ټپیان شول او مقامات یې دې ته اړ کړل چې امرتپال سینګ پر وړاندې اقدام وکړي.

د شنبې په ورځ د عملیاتو له پیل کیدو وروسته د پنجاب پولیسو په ټویټر ولیکل چې په "سترو عملیاتو" کې ۷۸ کسان نیول شوي دي. خو پخپله سینګ د دوی په منځ کې نه و.

د ځایي رسنیو د رپوټونو له مخې د یکشنبې په ورځ، په ټول پنجاب کې، په ځانګړې توګه په کیوالي سیمو او د ښاغلي سینګ په کلي «جلوپور خیره» کې په پراخه کچه پولیسو شتون درلود.

پولیسو وویل چې د هغوې "لټون" روان دی او په ټولیز ډول "وضعیت تر کنټرول لاندې دی، له ښاریانو څخه غوښتنه کیږي چې په اوازو باور ونه کړي".

ځایي رسنۍ وایي د پنجاب حکومت امر کړی چې ګرځنده انټرنیټ دې د دوشنبې تر ماسپښین پورې بند وي.

دا اندیښنه وه چې ټولنیزې رسنۍ د افواهاتو او غلطو معلوماتو د خپرولو لپاره کارول کیدای شي؛ کوم چې په کوڅو کې د تاوتریخوالي د رامنځته کیدو سبب کیدای هم شي.

هندي چارواکو په وار وار د ګرځنده انټرنیټ خدمتونه بند کړي، په ځانګړي توګه د کشمیر په ناکراره شمالي سیمه کې.

پنجاب ایالت چې شاوخوا ۵۸ سلنه نفوس یې سکهان او ۳۹ سلنه هندوان دي، لومړی ځل د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو په ترڅ کې د خالصتان د غورځنګ د بیلتون غوښتونکو د تاوتریخوالي په نتیجه کې ولړزید او په زرګونو خلک ووژل شول.

په ۱۹۸۴ کې تاوتریخوالی وروسته له هغه وروسته اوج ته ورسید چې د سخت دریځه جرنیل سینګ بهندرانوال په مشرۍ د څو سوو سخت دریځو بیلتون غوښتونکو په وړاندې چې ځینې یې په وسلو سمبال وو، د طلایی معبد دننه برید وشو.

ددې کار په وجه څو میاشتې وروسته د هند صدراعظمه اندرا ګاندي د خپلو سیک ساتونکو له خوا ووژل شوه، چې په پایله کې یې په نوي ډهلي او نورو ځایونو کې د سیکانو پر ضد پاڅونونه وشول، چې په ترڅ کې یې څو زره کسان ووژل شول.