شاته

پېښور پوهنتون کې د احتجاج او کاربندیز له امله تدريسي عمل د يوې اوونۍ راهسې ولاړ دی

پېښور پوهنتون کې د ساتونکو د مشر د وژنې پرضد د تېرې يوې اوونۍ راهسې د استازانو، زده کوونکو او نورې عملې احتجاج او کاربنديز دوام لري چې له امله یې په پوهنتون کې تدريسي عمل ودرېدلی دی.

احتجاج کوونکي استازان، ملازمين او زده کوونکي د حکومت نه غوښتنه کوي چې د ساتونکي په لاس د وژل شوي مشرد وژنې د پېښې دې عدالتي پلټنې وشي او د پوهنتون وايس چانسلردې د انتظامي کوتاهيو له سببه د دغه څوکۍ څخه لرې کړل شي.

پېښور پوهنتون کې د تېرې يوې اوونې راهسې د زده کړوعمل ولاړ او استازان او زده کوونکي په احتجاج بوخت دي.

د سرکاري پوهنتونونو د اتحاديې مشر پروفېسرجميل چترالی وايي د تيرو څو ورځو راهسې يې د حکومتي چارواکو سره د پوهنتون د امنيت په سر خبرې رواني دي او تمه ده چې ډېر زر به په پوهنتون کې انتظامي او امنيتي بدلونونه وليدل شي.

د حکومت سره خبرې اترې هم تر څه حده پورې روانې دي او د يونيورسټۍ دننه هم ملازمينو په دې خبره اتفاق او يو والی اوس موجود دی چې د دې موجوده کشالې واحد حل دا دی چې انتظامي بدلون دې راشي په پېښور پوهنتون کې، يقين لرو په حکومت باندې چې هغوی به زر په دې حقله يو قدم واخلي ځکه چې دا ډېر پيک ټايم وي د اکېډېمکس او دا تقريبا دويمه هفته ده چې تعليمي عمل معطل دی.

پېښور پوهنتون کې روانه مياشت د مارچ په پينځمه نېټه يو سيکورټي ګارډ د تمانچي په ډز د شخصي امنيتي کمپنۍ مشر ثقلين بنګش وژلی وو.

له دې وړاندې په 19م فرورۍ د پېښور اسلاميه کالج يونيورسټۍ کې د انګريزۍ څانګې استاز بشير احمد د پوهنتون امنيت ساتونکي اهلکار د نښتي په مهال ويشتلی او وژلی وو.

د پېښور پوهنتون زده کونکي وايي د کېمپس دننه د امنيت خراب صورتحال زده کوونکي ډېر اندېښمن کړي دي.

د متحده طلبا محاذ غړی مدار احمد وايي حکومت دې د زدکړو عمل بيرته شورو کولو لپاره ګامونه پورته کړي او د امنيت چارې دې يواځې پوليس ته وسپارل شي.

دلته دې پرايويټ سيکيورټي د کېمپس نه ختم کړل شي دلته چې څومره امنيتي ايجنسۍ دي صرف د هغوي سره دې ټوپک وي دې نه علاوه مونږ نور په کېمپس کې وسله نه منو.

وايس اف امريکا ډيوه پوهنتون کې د روان احتجاج او استازانو دغوښتنو په اړوند څو ځله د پوهنتون د انتظاميې د دريځ معلومولو هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ويل شوی.

د پېښور پوهنتون د استازانو د اتحاديې پخوانی مشر ډاکټر فضل ناصر وايي استازانو ډېر د مجبوريت لکبله يونيورسټۍ کې د زدکړو عمل ودرولی دی، او په روانو حالاتو کې تعلیمي هلې ځلې روان ساتل ممکن نه ښکاري.

ماته د شاګردانو مور پلار مونږ ته ټيليفون کوي چې مونږ خپل بچي در وليږو که نه، ايا دوي به محفوظ وي که نه به وي، سټوډنس ماته کالونه کوي داسي يو ماحول جوړ دی د ويرې چې مونږ ته پکې سبق ښودلو په وخت په ذهن کې دا ګرځي چې چرته د کلاس نه وځم څوک راباندي ډز ونکړي څوک راته ګرېوان ته لاس وانچوي نو مونږ به په داسې حالاتو کې سبق څه وښايو يا به ماشوم مونږ نه څه زده کړي

د پېښور پوهنتون په احتجاج ناست استازان، مرستندويه امله (کلاس تهري، کلاس فور او سنېټېشن سټاف) او زده کوونکي د وايس چانسلر لرې کولو، د سيکيورټي سپروايزر د وژنې د عدالتي پلټنو، پوهنتون د وسلي نه پاکولو سره د شخصي سيکيورټي کمپنۍ د اهلکارو د ذهني معايني او اهليت غوښتنه کوي.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00