شاته

ټي ټي پي بریدونو ته زور ورکړی خو عمران خان ورسره په مذاکراتو ټینګار کوي

دپاکستان پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشرعمران خان یو وارې بیا پاکستاني طالبانو سره په خبرو په داسې حال کې په اترو ټینګار کړی دی چې دپاکستان دننه په دې وروستیو کې دګڼ شمیر بمي چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو پړه ټي ټي پي پغاړه اخستې ده.

برتانوي خبري شبکې بي بي سي سره پخپله یوه مرکه کې عمران خان ویلي نن هم دهواري لاره داده چې باید دوي(ټي ټي پي) سره مذاکرات وشي اؤ که په کوم شي خبرې نه شي کیدای نو بیا به ټوپک ته لاس کول وي.

عمران خان ویلي کله چې هغه وزیراعظم ؤ نو افغان طالبانو ترې غوښتنه کړې وه چې افغانستان کې دټي ټي پي 30 نه تر 40زرو کسان میشت دي،دوي باید بېرته بوتلل شي چې په دې کې د پینځوؤ نه نیولي تر شپږو زرو پورې وسله وال هم وؤ.

هغه افغانستان نه دجنګیالیو یا وسله والو د راستنولو دا خبره په داسې حال کې کړې چې نیوکې پرې روانې دي،دده د واکمنۍ په دوره کې پوځ ټي ټي‌ پي سره افغانستان کې مذاکرات کړي چې په نتیجه کې یې یو ځل بیا وسله وال دپاکستان دننه فعال شوي اؤ ترهګریز بریدونه یې پیل کړې دي.

خوعمران خان دترهګرۍ د روان بهیر پړه پخپله غاړه نه اخلي اؤ تېره میاشت ېې ویلي وؤ هرکله چې ترهګر دلته بیا منظم کیدل نو استخباراتي شبکو اؤ قانون پځائ کوونکو ادارو څه کول؟

پخپله تازه مرکه کې عمران خان ویلي دهغه د واکمنۍ دوره کې چې ورته هرکله افغان طالبانو وویل" باید دوئ (دټي ټي پي وسله وال) بېرته بوځئ نو مونږ سره بله کومه لار وه؟ یا به مو دوي نیول اؤ وژل به مو اؤ یا به مو د سیمې دخلکو په مشوره بیرته دلته ودانول"

دهغه په وینا کله چې دافغان طالبانو له لوري وویل شول چې دوي پاکستاني وګړي دي باید بېرته یې بوځئ نو پاکستان به څه کول؟ پاکستان سره پرته له دې هیڅ چاره نه وه چې دوي سره خبرې وکړي اؤ په ملي ځاندره کې یې راګډ کړي.

هغه ویلي که "چرې تاسو دوي پاکستان ته راوستل اؤ دلته مو نه ابادول نو ستونزو به سر راپورته کولو ،حل همدا دی چې ټي ټي ټي پي سره مذاکرات وکړل شي،اؤ که په کوم شي خبرې نه شي کیدای نو بیا به تاسو ته ټوپک راپورته کول وي ،وړومبی خو هڅه پکار ده چې انتشار نه وي ځکه نو دې لپاره دمقامي خلکو (دطالبانو دابادولو پروسه کې)شاملول ډیر ضروري دي"

عمران خان وویل پروسکال د ګرمۍ په موسم کې چې تندلاریتوب یو وارې بیا سر راپورته کړو نو خېبر پښتونخوا کې دپي ټي ایي دهغه وخت حکومت مرکزي حکومت ته وویل چې دا یوه ستره ستونزه جوړیږي باید تاسو څه چاره وکړي خو وایي مرکزي حکومت دې ستونزې ته هیڅ غبرګون نه ښودلو.

تېرکال د دسمبر میاشت کې دپاکستان دکورنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري لاړکانه کې یوې جلسې ته د وینا په مهال په عمران خان کلکې نیوکې کړې وې چې دخپلې واکمنۍ په دوره کې ترهګرو ته په پښو کې ناست ؤ اؤ مذاکرات یې ورسره کول چې دهغې له امله نن هیواد کې ترهګري سیوا شوې ده.

هغه زیاته کړې وه چې هیواد کې دترهګرو دبیا راستنېدو لارې تړل شوې وې ،دضرب عضب په ګډون ګڼ عملیات په بریالي ډول سرته رسیدلي وؤ خو نوموړي پخپله وینا کې له عمران خان نه پوښتنه کړې وه چې ایا نیول شوي ترهګر دده په قید کې وؤ که دکوم بل هیواد ،اؤ که نه چرته پټ شوي وؤ؟

هغه ویلي وؤ په ترهګرو کې همت نه ؤ پاتې چې پاکستان ته په خیرنو سترګو وګوري خو عمران خان حکومت کې ورسره خبرې پیل شوې اؤ ترهګر بیا زړور شول.

په دې وروستیو کې دپاکستان په بیلابیلو سیمو کې دترهګرۍ بهیر یو وارې بیا چټک شوی اؤ په امنیتي ځواکونو ترسره شوؤ بمي چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو کې په سلګونو عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

په دې چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخلي.

د پېښور پوهنتون د صحافت دڅانګې استاد او ليکوال ډاکټر عرفان اشرف وي او ای ډیوه ته ویلي،چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ سره او دتحريک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو دوران کې ددغې وسله والې ډلې دغړو پاکستان ته دننوتلو له امله د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي۔

نوموړی وایي" ټي ټي پي پاکستان ته نه ده راغلې بلکې دا د فيض حميد د فارمولې د لاندې هغوی ته اجازت ورکړل شوی چې تاسو پاکستان ته راشئ او افغانستان پرېږدئ او دلته پاتې کېږئ، نو دا چې پاکستان غواړي چې دوی دلته پاتې کېږي نو دا وسله والې ډلې به هم هغه کارونه کوي چې د کوم په بنياد دا ډلې جوړې شوې دي"

ډاکټر عرفان اشرف زیاتوي په پاکستان کې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره به رياست ته په دې اړه خپله تګلاره بدلول وي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00