شاته

لاهور د نړۍ تر ټولو ډېر خيچن ښار او چډ په هېوادونو کې تر ټولو خيچن هېواد دی 


‎واشنګټن- د سوېز د هوا د خيچنوالي د کچې معلومولو سروی ښايي د کال 2022 د اخستلې شوې جايزې تر مخه د پاکستان دويم غټ ښار لاهور په نوملړ کې د لسو نورو ځايونو نه بره تلی او د نړۍ په کچه اوس تر ټولو ډېره خيچنه هوا لري.

رپورټ چې د نهې-سې شنبې په ورځ خور شوی وايي افريقايي هېواد چډ د هوا په لحاظ د نړۍ په کچه تر ټولو زيات خيچن هېواد دی چې بنګله ديش يې وروستو پرېښودی دی.

سروی چې تحقيق کونکي او حکومتي ادارې يې مني هم او ذکر کوي هم د تحقيق بنياد په هوا کې د هغو زرو پي ايم-2.5 د جاج په کچه ږدي چې له سوبه يې پړپوس ته زيان اوړي.

د لاهور د هوا خيچنوالی د تېر په نسبت نور زيات شوی او د پي ايم 2.5 کچه په يو کيوبېک ميټر کې 97.4 مايکروګرام ته رسېدلې چې دا کچه په کال 2021 کې 86.5 مايکروګرام وه او له سوبه يې دغه ښار د نړۍ خيچن ښار ګرځول شوی.

د چين هوتان ښار په شلو ښارونو کې د لاهور نه وروستو په دويم ځای دی چې د پي ايم 2.5 کچه يې 94.3 ده خو دا يې ډېره راکمه کړې ځکه دا کچه په کال 2021 کې 101.5 وه.

په هوتان پسې د هند بهيوادي ښار دی چې کچه يې 92.7 ده او بيا ډيلی دی چې دغه کچه پکې 92.5 ده.

د صحت نړيواله اداروه ډبليو ايچ او وايي د پي ايم 2.5 کچه په يو کيوبېک ميټر کې پينځه مايکروګرام پکار ده.

د خيچنو هېوادونو په نوملړ کې چډ د ټولو مخکې دی چې د پي ايم 2.5 کچه پکې 89.7 ده، په دويم ځای عراق دی چې دغه کچه يې 80.1 ده او په دريم ځای پاکستان دی چې دا کچه يې 70.9 ده او ورپسې بحرين دی چې دغه کچه پکې 66.6 ده.

د بنګله ديش د هوا خيچنوالی کم شوی چې مخکې د ټولو خيچن هېواد ګرځېدلی و او دا وخت په پينځم ځای دی چې دغه کچه يې د 76.9 نه 65.8 ته راکمه شوې ده.

په نړۍ کې د هند ځينې ښارونه تر ټولو ډېر خيچن دي خو د هېوادونو په نوملړ کې په اتم نمبر دی او دغه کچه پکې 52.5 ده.

رپورټ وايي هند او پاکستان د منځنۍ ايشيا هغه برخه ده چې د هوا خيچنوالی پکې زيات دی او د دواړو هېوادونو نزدې 60% ابادي په هغه ځايونو کې ژوند کوي چرته چې هوا ډېره خيچنه ده او پي ايم 2.5 کچه پکې د ډبليو ايچ او د معيار نه اووه چنده زياته ده.

په نړۍ کې په لسو کې يو تن په خيچنه هوا لرونکو ځائونو کې اوسي او ياد ريورټ وايي د امريکا ګوام سيمه د ټولو پاکه هوا لري چې د پي ايم 2.5 کچه پکې 1.3 ده او وريسې کينبېره ده چې دغه کچه يې 2.8 ده.

د هوا د خيچنوالي د کچې معلومولو د پاره د 30,000 نه زيات مانېټرز وکارول شول چې په 131 هېوادونو کې په 7,300 ځايونو کې لګول شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00