شاته

د بلوچستان په خضدار  سیمه کې چاودنې دوه تنه وژلي او اته نور ژوبل کړي

د خضدار د پولیسو په وینا په چاودنه کې د ځایي خبریال زوی او ځایي تاجر وژل شوی او اته تنه ژوبل دي.

پولیس ډیوہ ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چاودنه د خضدار ښار پر ابراهیم سړک دو تلوار چوک سیمه کې شوې.

وایې د چاودنې ټپیان د خضدار ځايي روغتون ته وړل شوي دي، چیري چې د دریو حالت مرګونی ښول کېږي.

د پولیس چارواکي زیاته کړہ چاودنه د مقناطیسي بم په ترڅ کې شوې چې د ځایي تاجر امان الله په شخصي موټر پورې نښلول شوی و.

چارواکي وویل د یاد خبریال زوی ھم په نښه شوي موټر کې سپور و.

د ځايي خبریال عبدالواحد شهواني ځوان زوی نوم عبدالوحید او او د تاجر نوم امان الله ښودل شوی۔

د خضدار د پولیسو په خبره د پېښي پس د پولیسو او ایف سي عسکرو سيمه په خپل ولکه کې اخیستې او د پېښي په اړه یې مالومات راټلول پيل کړي.

د پېښي زمه واري د رپورټ د جوړولو تر وخته کوم چا ندہ منلې.

د خضدار په ګډون د بلوچستان په بلوچ میشتو سیمو کې د داسي پېښو زمه واري زیاترہ وخت ناقانونه ګرځول شوې بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلي مني.

د بلوستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو د پېښي غندنه کړې او د لوړ پوړو چارواکو څخه یې د پېښي تحقیقاتي رپورټ غوښتی دی.

د لانګو لخوا ویل شوي داسې پېښي تر یو منظم پلان لاندي کېږي خو د بلوچستان امنیت خرابونکې به هیڅ کله کامیاب نه شي.

تر دې وړاندي روان کال 2023 د فرورۍ پر 27مه هم د سکرو پر کان کيندونکو باندي ډزې شوي وې چې له امله یې څلور مزدوران وژل شوي وو.

په بلوچستان کې روان کال د نا امنۍ په پېښو کې زیاتولی راغلی،

د پاکستان د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې پر 5م مارچ د عسکرو پر یو ګاډي په برید کې نهه تنو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه۔

پر 7م مارچ د کچي ضلعې د کنبري پل په سیمه کې د بلوچستان کانسټبلري پوليس پر ټرک ځانمرګی برید د اتهه پولیس عسکرو په ګډون نھه تنه وژل شوي او 13 ټپیان شوي وو.

د پولیسو په وینا پر 9م مارچ په ھرنایي ضلع کې بمي چاودنه کي یو تن مړاو درې تنه ټپیان شوي وو۔

د ساوت ايشيا ټېروريزم ادارې رپوټ دی چې د روان کال 2023م په لومړيو دوو مياشتو (جنورۍ او فرورۍ) کې په بېلا بېلو چاودونو او هدفي بريدونو کې په بلوچستان کې 84 تنه وژل شوي چې په کې تر 60 زیات د امنیتي ادارو عسکر وژل شوي او 50 ټپیان شوي، 30 ته نېږدي عام وګړي هم په داسې پېښو کې وژل شوي او تر شل زیاته ټپیان شوي دي.

رپوټ زياتوي چې تېر کال 2022 کې هم په 250 پېښو کې شاوخوا 228 تنه وژل شوي او 217 تنه ټپیان سوي و. په وژل شوو او ټپیانو کې زیات شمېر یې د امنیتي ځواکونو عسکر ښودل شوي دي۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00