د عمران خان ممکنه ګرفتاري – د پي ټي آئی کسان په زمان پارک کې د پولیسو سره ښکېل شوي
واشنګټن - د تحریک انصاف پاکستان د مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ دپاره چې کوم پولیس تللي دي، په زمان پارک کې د عمران خان د پلویانو د مزاحمت سره مخ شوي دي. د پولیسو او د پي ټي آئی د کارکنانو ترمنځ شخړو کې د اسلام آباد د پولیسو ډي آئی جي هم زخمي شوی او داسې ویل کیږي چې د عمران خان د کور دننه هم د اوښکې بهوونکي ګېس سلېنډر لوېدلی دی.
پولیسو د نهې/سې شنبې په ورځ ماسپښین د عمران خان کور ته د رسېدو په حال کې و چې هغه د توشه خانې په قضیه کې ګرفتاره کړي، مګر تر اوسه پورې د هغه په ګرفتاره کولو کې ناکامه شوي او اوس مهال د پولیسو او د عمران خان د پلویانو ترمنځ شخړې جاري دي.
د پي ټي آئی غړي په پولیسو باندې د کاڼو ګوزارونه کړي. قهرجنو مظاهره چیانو د پولیسو یو واټرکېنن ته هم اور اچولی دی.
پولیسو په داسې حال کې د عمران خان د نیولو دپاره اقدام پیل کړی چې د هغه خلاف په مختلفو مقدمو کې د ګرفتارۍ وارنټونه جاري شوي دي.
یو اړخ ته د اسلام آباد ځایي عدالت د ګل/دوشنبې په ورځ د توشه خانې په کېس کې د عمران خان د ګرفتارۍ وارنټ بحاله کړ، او د بلې خوا د زنانه ججې د سپکاوي په قضیه کې سېول کورټ هم د عمران خان د ګرفتارۍ وارنټ جاري کړی دی.
د وي او اې خبریال ضیآ الرحمن وایي، د لاهور د پولیسو مشر بلال کمیانه او ډي آئي جي آپرېشن افضل کوثر هم د ګڼ شمېر پولیس اهلکارو سره یوځای زمان پارک ته رسېدلي او د عمران خان د ګرفتارۍ عمل څاري.
د عمران خان پیغام
د ملک پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف مشر عمران خان یو ویډیویي پیغام خپور کړی او هغه کې یې ویلي چي د هغه د گرفتارۍ باوجود به هم تحریک جاري پاته وي.
عمران خان زیاته کړې ده، "پولیس زما د نیولو دپاره راغلی، د هغو خیال دی چې عمران خان که جېل ته ولاړ شي، نو قام به ویده شي. مګر تاسو هغوی غلط ثابت کړئ."
د پي ټي آئی د خپل کور نه بهر موجودو پولیسو ته په اشارې سره چې د هغه ګرفتارۍ دپاره ورغلي دي، پخپل ويديويي پیغام کې ویلي چې، "که عمران خان جېل ته ځي، بیا هم تاسو ته د خپلو حقونو دپاره راوتل دي، ځکه چې زه ستاسو جنګ مخ ته بیایم."
د عمران خان د پیغام خوريدو نه پس، د کراچي، سیالکوټ، راولپندۍ په شمول، د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د پي ټي آئی کارکنانو احتجاجونو دپاره راووتل.
د داخله چارو وفاقي وزیر رانا ثنأ الله ویلي چې د عدالت نه تښتېدونکی شخص به د عدالت په حکم ګرفتاروي او د ګرفتارولو وروسته به یې عدالت ته پېش کوي.
د زلمي خلیلزاد پیغام
د افغانستان دپاره د امریکا پخوانی خاص استازی زلمی خلیلزاد چې ډېره موده د سیمې په سیاست کې فعال پاته شوی دی، د پاکستان د جاري حالاتو په حواله په خپل ټویټر کې یو بیان جاري کړی او هغه کې یې ویلي چې د عمران خان ګرفتاره کول به د پاکستان بحران بدتره کړي.
زلمي خلیلزاد ویلي چې پاکستان دا وخت د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړخه دریو بحرانونو سره مخ دی. خلیلزاد زیاته کړې، اوس دا وخت رارسېدلی چې پاکستان پخپل ګرېوانه کې سر کښته کړي او ښه سوچ وکړي چې پس د دې څه باید وکړي.
دغه پخواني امریکایي سفارتکار خپل نظریات داسې وړاندې کړي دي:
«په سلسله وار ډول د خپلو لیډرانو جېل ته اچولو، تېزندۍ کولو، هدفي وژنو، وغیره د طریقه خپل ځان تباه کول غلطه لاره ده. د عمران خان ګرفتاري به صرف دا بحران لا پسې ژور کړي.»
خلیلزاد وړاندیز کړی چې یو خو دې د قامي انتخاباتو دپاره د جون میاشتې په سر کې یوه نېټه وټاکلی شي. او دویم دا چې د دې وخت نه ګټې اخېستو سره غټې سیاسي پارټۍ دې په دې سوچ وکړي چې څه غلط کارونه شوي، او د ملک د ژغورنې دپاره دې یوې ځانګړې منصوبه پېش کړي.
د دې رپوټ زیاتره برخه د وي او اې اردو وېب سایټ نه اخېستل شوې ده.