شاته

روسیه کې نوی قانون: په اجیرو عسکرو باندې انتقاد جرم دی

د روسیې د پارلمان د استازو خونې داسې یوه لایحه تصویب کړه چې په اساس یې اوکراین کې د روسیې په جنګېدونکیو اجیرو عسکرو باندې انتقاد کوونکي تر ۱۵ کالونو پورې بندي کېدای شي.

دا لایحه نن سه شنبه مارچ ۱۴ (کب۲۳) تصویب شوه چې د سنا د مجلس له تائید وروسته به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د توشیح لپاره واستول شي چې قانون شي.

په اوکراین باندې د روسیې د یرغل مخالفان او منتقدین وايي د دغه اقدام هدف دا دی چې د اوکراین په جګړې باندې انتقاد کول جرم وګڼل شي.

د روسیې د پارلمان د استازو خونې په اوکراین کې د روسیې د پوځ تر څنګ د واګنر ډلې په غړو او نورو اجیرو عسکرو باندې انتقاد کوونکو ته د بند د سزا ورکولو سره مخالفت نه دی ښودلی.

ویل کېږي چې د واګنر ډلې اجیر عسکر د اوکراین په بخموت ښار کې د جګړې په لومړۍ کرښې کې جنګېږي، دوی په دې وروستیو کې ډېر یادېږي.

د روسیې د استازو د خونې مشر ویچاسلیف ولودین وویل: «له نن څخه وروسته،‌ هغه خلک چې د هېواد او خلکو د ساتنې لپاره خپل ژوند له خطر سره مخامخ کوي، د درواغو او پارونو په وړاندې خوندي دي.»

هغه په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په دغو جګړه مارانو باندې انتقاد کول «نه مننونکی عمل» دی.

د روسیې د استازو خونې همدغه راز په دې اړه د مجازاتو موده هم زیاته کړه. د مجازاتو دغه قانون د فبرورۍ په میاشت کې تصویب شوی و چې په اساس یې په اوکراین کې د جنګېدونکو پوځیانو او رضاکارانو بدناموونکو ته به اوه کاله د بند سزا ورکول کیږي، مخکې دا پنځه کاله و.

د روسیې قانون جوړونکو ویلي دي چې د روسیې د ځواکونو په اړه د ناسمو معلوماتو د خپرولو لږه سزا ۱۵ کاله بند دی.

دا قانون داسې مهال تصویب شوی دی چې په روسیې کې د اجیز په توګه دنده ترسره کول لا هم غیر قانوني دي.