شاته

پي ټي اېم: ښايي په کراچۍ کې په جعلي مقابلو کې د پښتنو وژنې بيا پیل شوې

په کراچۍ کې د سي ټي ډي په عملياتو کې د وژل شوو کسانو خپلوان وايي، دغه کسان پټ يا ورک نه وو بلکې په اووم مارچ پوليسو او په ساده جامو کې کسانو نيولي او بيا د پوليسو په جعلي مقابله کې وژل شوي دي، او د دوه نورو ګرفتاري ښکاره کړی شوې ده. دغو کسانو او پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنه کړې چې د دې پېښې د پلټنو دپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړی شي.

پرون په 13 مارچ د سيند صوبې د اطلاعاتو وزير شرجيل مېمن د سي ټي ډي پوليس چارواکو سره په ګډه خبري غونډه کې د کراچۍ پوليسو په دفتر د بريد پلان جوړوونکو د وژلو دعوه کړې او ويلي يې وو چې د دوی تعلق د تحریک طالبان پاکستان سره وو.

د سي ټي ډي په عملياتو کې د وژلو شوو د خپلوانو غبرګون

د کراچۍ د سي ټي ډي پولیس په عملياتو کې د وژل شوي يو تن عبدالوحيد پلار سيد ملي خان چې وايي د جنوبي وزيرستان سره یې تعلق دی، وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، چې هغه په خپله مزدوري کوي او 21 کلن زوي یې په يوه ديني مدرسه کې سبق ويلو په پينځم مارچ کور ته راغلی او په اووم مارچ د کوره بهر وتلی او بيا بيرته نه وو راغلی.

هغه وویل پرون بيا د صوبايي وزير او پوليس د خبري غونډې نه خبر شو چې هغه په يوه مقابله کې وژل شوی دی.

نوموړي زياته کړه زوی یې د طالبانو سره نه وو ملګری خپل سبق یې ویلو. هغه وويل د دغه پېښې د پلټنو او انصاف غوښتنه کوي.

د بل وژل شوي ارياد الله تره عجب نور چې د دغه تعلق هم د جنوبي وزيرستان سره دی، وي او اې ډيوه ته وویل چې وراره یې مزدوري کوله، په اووم مارچ د کوره پوليس پورته کړی وو.

او د نيول شوي يو تن مهران ورور محمد رحمان وي او اې ډيوه ته وویل، چې هغه، ورور یې، خوریې یې او بل تن په اووم مارچ نيول شوي، دوی بيا درې تنه پرېښودل شوي او د مهران ګرفتاري پرون ښکاره کړی شوې ده.

د شرجيل مېمن دعوه

شرجيل مېمن پرون په خبري غونډه کې د اريادالله او وحيدالله د وژلو، او مهران او عبدالعزيز د نيولو دعوه کړې وه.

هغه ويلي وو چې د دغو کسانو د نېټ ورک درې ځانمرګو د کراچۍ پوليسو په دفتر بريد کړی او دوی بيا د کراچۍ او بلوچستان په پوله پرته علاقه کې پټ شوي او د اتوار او ګل په مينځنۍ شپه کې کراچۍ ته راتله د سي ټي ډي سره یې نښته شوې، دوه وژل شوي او دوه نیول شوي وو، هغه په عملياتو کې پوليسو ته د کوم زیان اوښتو نه وو ويلي.

د وژل شوو کسانو د خپلوانو د بيان په اړه د سيند حکومت د نظر معلومولو دپاره وي او اې ډيوه د شرجيل مېمن او نورو چارواکو سره څو ځله د رابطې هڅه کړې خو دوی ځواب نه دی کړی.

په 17 فرورۍ د کراچۍ پوليسو په مرکزي دفتر بريد شوی چې پکې د رېنجرز او پوليسو په ګډون پينځه تنه وژل شوي اود 20 پورې نور ژوبل شوي وو.

تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې وه، خو د اوسنيو وژل شوو او نيول شوو کسانو په اړوند ټي ټي پي تراوسه پورې څه نه دي ویلي.

د عدالتي پلټنو غوښتنه

د وژل شوو کسانو خپلوان، د پي ټي اېم او ملي جمهوري غورځنګ مشران او غړي د چهيپا مرده خانې مخې ته راټول شوي چې د وژل شوو جسدونه ترلاسه کړي.

د پي ټي اېم مشر نور الله ترين وايي، دوی چې جسدونه ترلاسه کړي د هغې وروسته به بیا د احتجاج يا مخکې تګلارې اعلان کوي. خو دوی په سمدستي ډول غوښتنه کوي چې د دغه پېښې د پلټنو دپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړی شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل په کراچۍ کې يو ځل بيا داسې ښکاري چې د راو انوار د وژنو په څېر د پښتنو وژنې پېل شوې.

په کراچۍ کې د پوليسو جعلي مقابلې

په کراچۍ کې له دې وړاندې هم په پوليسو د جعلي مقابلو تورونه لګېدلي چې پکې یاده پېښه پکې د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي ځوان نقيب مسيد وه.

نقيب مسيد او هغه سره درې نور کسان د کال 2018 د جنورۍ په 13 نېټه د کراچۍ په شاه لطيف ټاون سيمه کې په يوه مبینه پوليس مقابله کې وژل شوي وو، د هغه وخت د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليسو مشر راو انوار دعوه کړې وه چې په مقابله کې يې ترهګر وژلي خو وروسته د پوليسو د لوړ پوړو افسرانو ګډې پلټنيزې کمېټۍ دغه مقابلې ته جعلي ويلي وو.

ياده مقدمه چې د راو انوار او هغه سره د نورو کسانو پرضد درج شوې او په عدالت کې روانه وه، د روان کال په 23 جنورۍ د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت راو انوار او هغه سره نور شامل کسان په دغه مقدمه کې بري کړي وو.

او په 20 فرورۍ بيا د نقيب مسيد کورنۍ د راو انوار د بري کېدو فېصله په سيند هايکورټ کې چېلنج کړې وه.

په کراچۍ کې په جعلي مقابلو تورن راو انوار امریکې د کال 2019 په دسمبر کې د بشري حقونو د سرغړونو په نوملړ کې اچولی او ویلي يې وو،

"راو انوار چې د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليس مشر وو هاغه وخت د پولیس د جعلي مقابلو زمه وار وو، هغه په 190 پوليس مقابلو کې ککړ پاتې شوی چې پکې يې د نقيب الله مسيد په ګډون 400 کسان وژلي دي".

راو انوار د امریکا تورونه رد کړي خو په پاکستان کې د بشري حقونو کار کوونکو د امريکا دغه ګام ستايلی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00