شاته

علي وزیر، وي او اې ډیوې ته د زندان کیسه کوي

واشنګټن - د پاکستان په پارلمان کې د جنوبي‌ وزیرستان استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر علي وزیر د کراچۍ په زندان کې ۲۶ میاشتې تېرې کړې خو وايي، د مور او ماشومانو ترڅنګ به د قوم بې وسۍ په زندان کې ډېر کړاوه.

علي وزیر له ډیوې سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل،

"مور هم وي،‌ بچیان هم وي خو دا په خپل ځای باندې. خو د کومو واقعاتو او پېښو په اړه به چې ملګرو ماته رپورټ راکړ او زه به یې خبر کړم او یا هغه واقعات به ډېر د بې وسۍ وو نو هغو به زه ډېر ځورولم."

علي وزیر وړاندې وویل، په زندان کې کړاو زیات وو، اکثره وخت به دی په تنهايۍ کې یواځې ساتل کېده خو دی وايي،

"که تاسو د دې وطن او د دې خاورې د حالاتو او واقعاتو په حواله سره او بیا زمونږ د نظریاتي سوچ او فکر په حواله سره وګورئ دا دومره لویه خبره نه ده."

علي وزیر وايي،‌ د زندان له دې یواځیتوب نه په ګټې اخېستنې سره یې کله لیکل کول او کله کتابونه لوستل.

"ما په زندان کې څه نا څه لیکل کړي دي خو کتابونه مې ولوستل. مثلا د روس په حواله سره چې ټراټسکي وار وو، موزېتنګ وار وو او یا نور داسې کتابونه وو چې له انقلابونو سره تړلي وو.‌ په دونیا کې له دې حالاتو او واقعاتو څخه چې دوی ګټه پورته کړې وه او خپل قام ته یې ګټه پورته کړې وه. خپل قام ته یې د ازادۍ سفر ورکړی وو او خپل قام یې له مشکلاتو څخه راوستی وو.‌ ما داسې ډېر کتابونه لوستي دي."

علي وزیر د ۲۰۲۰ م کال ډیسمبر په پېښور کې پولیسو ونیو او وروسته یې د کراچۍ پولسیو ته وسپاره چېرې هغه بیا دوه کاله او دوه میاشتې په زندان کې تېر کړل.‌

په علي وزیر باندې په کراچۍ او د پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې د پولیسو لخوا په دې تور مقدمې درج شوې وې چې د پاکستان د ریاست،‌ پوځ او استخباراتو پرضد یې بیانونه ورکړي.

علي وزیر په دغو ټولو مقدمو کې د ضمانت له منظورۍ وروسته بلاخره د ۲۰۲۳ کال د فیبروۍ په ۱۴ نېټه خوشې کړای شو.

د ښاغلي وزیر له خوشې کېدو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په خپلې فېسبوک پاڼه لیکلي و،‌ چې علي‌ وزیر د ریاستي ظلم پر خلاف د غږ پورته کولو په جرم بندي‌ شوی وو.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن او د بشري حقونو ګڼو نړیوالو کمېسیونونو د علي وزیر د خوشې کېدو غوښتنه کوله.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00