شاته

پوځ وایي شمالي او جنوبي وزیرستان کې یې پینځه ترهګر وژلي دي

دپاکستان پوځ وایي افغانستان سره په پوله پرتو دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعو کې یې دترهګرو پرضد دخفیه اطلاعاتو په اساس عملیات کړي چې پکې پینځه ترهګر وژل شوي دي.

دپوځ مطبوعاتي څانګې ایي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي دغه عملیات یې دمارچ په 10مه شمالي اؤ جنوبي وزیرستان کې کړي چې پکې د وژل شوؤ ترهګرو د ولکې نه امنیتي ځواکونو ته په ګڼ شمیر کې وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم په لاس ورغلي دي.

تر دې څلېریشت ساعته وړاندې هم پوځ دشمالي وزیرستان په دته خیل سیمه کې په دوؤ بیلابیلو نښتو کې د نهو ترهګرو د وژلو دعوې کړې وې

پوځ پخپل تازه بیان کې د وژل شوؤ ترهګرو پېژندګلو نه ده په ډاګه کړې اؤ نه هم ازادو سرچینو نه په دې اړوند څه معلومات ترلاسه شوي دي.

دایس ایس پي ار په بیان کې ویل شوي چې پوځ دهیواد دګوټ،ګوټ څخه دترهګرۍ نوغي ویستلو ته ژمن دی.

تر دې وړاندې پوځ د مارچ په څلورمه په قبایلي ضلعه شمالي وزيرستان کې وسله والو سره په نښته کې د یو ترهګر د وژلو دعوه کړې وه.

دپاکستان پوځ وخت په وخت قبایلي ضلعو کې دعملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو د وژنې دعوي کوي خو ددغو دعوؤ تصدیق د ازادو سرچینو نه ځکه نه شي کیدالی چې نه خو پوځ په دغو سیمو کې میډیا ته په ازادانه توګه دفعالیتونو اجازه ورکوي اؤ نه هم دجګړې دبل لوري درک معلومیږي چې میډیا ترې ددغو دعوؤ پخلی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دخېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو ترهګریز بریدونه چټک شوي اؤ په دې بریدونو کې ګڼ شمیر امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فرورۍ په 27مه په شمالي وزيرستان کې د مشکوکو وسله والو او د امنیتي ځواکونو په جګړه کې پوځ ویلي وو دوه عسکر او دوه وسله وال وژل شوي دي .

همدا شان دفرورۍ په 14مه هم د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس ځواک (سي ټي ډي )دعوه کړې وه چې په شمالي وزیرستان کې د لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان وسله والو په سي ټي ډي بريد کړی او په ځوابي ډزو کې بيا څلور ترهګر وژل شوي دي.

په30مه جنورۍ دپېښور پولیس لاین جومات کې یو خونړي ځانمرګي برید کې 84 پولیس وژل شوي اؤ 200 نه زیات نور ژوبل شوي وؤ.

تېرکال په 18م دسمبر په بنو کې وسله والو د سي ټي ډي اهلکار او مرکز يرغمال کړی ؤ او بيا په 20م دسمبر په دغه مرکز پوځ عمليات کړي وو چې پکې د25 ترهګرو د وژلو دعوه شوې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:59 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00