شاته

افغانستان: د طالبانو په واک کې راتلو وروسته د افغان مېرمنو کار 25 سلنه کم شوی، راپور

په افغانستان کې د اقتصادي چارو پوهان او د مېرمنو د حقونو فعالان وايي چې د طالبانو بيا واکمنېدو وروسته په هېواد کې زياتره هغو مېرمنو هم دندې د لاسه ورکړي چې د کورنيو د معاش ګټلو يواځنيۍ وسيلي یې وې، دوی وايي د ښځو په کار د بندېز او د هغوی کار روزګار کمېدل نه يواځې دوی او کورنۍ يې اغېزمنه کوي بلکې د هېواد په مجموعي اقتصاد هم خراب اثر پرېباسي.

خو د طالبانو د اقتصاد د وزارت يو لوړ پوړي چارواکي ډيوه ته ويلي چې اوس مهال زياتې مېرمنې په بېله بيلو برخو کې په معاش ګټلو کې بوخت دي، هغه زياته کړې وزارت کوشش کوي چې د ځوانانو لپاره په لويه کچه کاري زمينه برابره کړي.

د خواریکښو د نړیوال سازمان د راپور ترمخه په افغانستان کې د طالبانو بيا واکمنېدو وروسته د 2021 کال په مقابله کې په 2022 کال کې د افغان مېرمنو کار 25 سلنه کم شوی دی. راپور زياتوي چې په دغه موده کې د سړو په کار او روزګار کې هم اووه فيصده کمی راغلی دی.

په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو فعاله فروزان دودزۍ وي او اې ډيوه ته وايي په هېواد کې د 25 فيصده نه هم سېوا مېرمنې بې دندې شوي چې منفي تاثير يې د دوی ترڅنګ په کورنيو هم کيږي.

"په اېن جي اوز او موسساتو کې دوی کار درلودو چې اوس په کورونو ناستې دي او هم دغه رنګه ځينې خويندو د لاسي هنر او تجارت د لارې خپل ژوند مخې ته وړو او په روزګار وې".

هغې زياته کړه چې له بده مرغه دغه پروژې او برنامې اوس ولاړې دي او په کورنيو باندې ډيره منفي اغېزه کړې ده.

دغه سازمان وايي په افغانستان کې د 15 او 24 کلونو تر منځ د ځوانانو د کار کچه هم 25 فيصده راټیټه شوې چې لامل یې تر ډېره د افغان ښځو او جينکو پر وړاندې د محدودیتونو لګول دي.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د منځنۍ درجې او د پوهنتونونو په کچه په ښځينه زده کوونکو د تعليم ترلاسه کولو ترڅنګ په اېن جي اوز کې د ښځو په کار کولو بنديزونه لګولي دي.

د اقتصادي چارو کارپوه نصير کوټوال وي او اې ډيوه ته وايي په هېواد کې د مېرمنو بېکاره کېدو له امله مجموعي اقتصاد ته هم ضربه رسي او د بهرنيو مرستو طلب سېوا کيږي.

" "په مجموعي لېبر فورس کې د دې ښځو ډېره ونډه وه نو چې دوی بېکاره کيږي نو هغه برخه چې د معاشاتو دې مېرمنو ته ورکول کېده هغه حذف کيږي نو چې هغه حذف شوه نو په ټوليز اقتصادي جريان باندې هم اثر غرځوي او اقصاد ورسره متضرره کيږي".

د طالبانو بيا واکمنېدو وروسته د افغانستان بهرنۍ پرتې پېسې تړل شوي او بهرنيو مرستو کې هم تر ډېره حده کمې راغلی چې له امله يې په هېواد کې سخت اقتصادي بحران جوړ شویاو بيکاري سېوا شوې ده.

په افغانستان کې د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستيال ډاکټر عبدالطيف نظري وي او اط ډيوه ته وويل چې کومو ښځو وظيفې درلودې اوس مهال په کورونو ناستې دي هغوی ته معاشات او امتيازات اوس هم ورکول کيږي، نوموړي زياته کړه دوی کوشش کوي چې د ځوانانو لپاره زياته کاري زمينه برابره کړي.

"د غه ګزارش په اړه چې خپور شوی چې 25 سلنه ښځو دندې له لاسه ورکړي یا یې کارونه خراب شوي دي، زه به ورته ووایم چی اوس مهال په زیاته کچه ښځې په بېلا بیلو برخو کی مصروفه دي، مثال د کالو ګنډلو په برخه کې، د ګل دوزۍ په برخه کې همدا راز نورو برخو کې هم کارونه کوي".

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ ادارې يونيسف تېر کال د اګست په 14مه ويلي وو چې په دې هېواد کې جينکۍ د منځنۍ درجې د تعليم څخه محرومه کولو د افغانستان په داخلي ناخالصو توليداتو يا جي ډي پي کې د 2.5 فيصده کموالي سبب ګرځېدلې.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:59 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00