شاته

استخباراتي شبکو الیکشن کمیشن ته ویلي د عمران خان، بلاول او فضل الرحمان ژوند ته خطرې پېښې دي

پاکستاني رسنۍ وایي چې دهیواد استخباراتي شبکو یا حساسو ایجنسو الیکشن کمیشن ته ویلي چې دیو شمیر مهمو سیاستمدارانو ژوند ته سختې خطرې پېښې دي ځکه نو په موجوده حالاتو کې باید په پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې انتخابات ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت مخالفه ډله تحریک انصاف له وړاندې تورونه لګوي چې حکومتي ایتلاف انتخاباتو کې خپله ماتې له ورایه ویني ځکه نو انتخاباتو نه دتېښتې لپاره بهانې لټوي.

خو په مرکز کې د واکمن ګوند پاکستان مسلم لیګ نواز مرستیالې مشرې اؤ منتظیمې مریم نواز ویلي چې انتخابات به ضرور کېږي خو تر هغې وړاندې به احتساب کیږي اؤ دانصاف دتلې دواړه چابړي به توله کولی شي.

دپاکستاني رسنیو له مخې تېره ورځ دهیواد حساسو ادارو دیوې غونډې په ترڅ کې دالیکشن کمیشن چارواکو ته خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب کې دانتخاباتو په مهال دامنیتي وضعې په اړه احوال تېر کړی دی.

سرچینې وایي په دې غونډه کې دټولټاکنو کمیشن ته ویلي شوي دتېرکال په پرتله سږکال ډیر زیات امنیتي ګواښونه موجودي اؤ دا ګواښونه دسنګین نوعیت دي ځکه نو په موجوده حالاتو کې دې اعلان کړل شوي انتخابات ونه کړل شي.

رسنیو دسرچینو له خولې ویلي چې دې غونډه کې استخباراتي شبکو ایي ایس ایي اؤ ایي بي اؤ دترهګرۍ ضد محکمې دپولیسو استازو دالیکشن کمیشن چارواکو ته ویلي چې دعمران خان ، مولانا فضل الرحمان، بلاول بوټو اؤ یو شمیر نورو سیاستمدارانو ژوند ته خطرې پېښې دي.

استخباراتي چارواکو ویلي که په موجوده وضعیت کې دترسره کېدونکو انتخاباتو نتیجې کوم ګوند قبولې نه نه کړې نو یوه نوې شخړه هم سر راپورته کولی شي ځکه غوره به دا وي چې په داسې حالاتو کې شیډول کړل شوی الیکشن ونه کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان سپریم کورټ پنجاب اؤ خېبر پښتونخوا صوبو کې دایین له مخې د90 ورځو دننه دانتخاباتو کولو امر کړی اؤ الیکشن کمیشن په پنجاب صوبه کې دانتخاباتو لپاره د30م اپریل نیټه ټاکلې ده.

الیکشن کمیشن خېبر پښتونخوا صوبه کې هم دانتخاباتو دنیټې ټاکلو لپاره دپښتونخوا ګورنر غلا علي په 14م مارچ اسلام اباد ته رابللی دی خو ګورنر غلام علي هم تېره ورځ ویلي چې پښتونخوا صوبه کې دامنیت وضعه زیاته کړکیچنه اؤ انتخاباتو ته سمه نه ده.

خو بل لوري ته تحریک انصاف ګوند پرله پسې پنجاب اؤ خېبر پښتونخوا صوبو کې د90 ورځو دننه دټولټاکنو غوښتنې کوي.

دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم تېره اوونۍ پخپل یو ویډیو بیان کې ویلي وؤ چې دهیواد دټولو کشالو هواری په بې پلوه اؤ روڼ انده انتخاباتو کې دی خو دهغه دعوه وه چې مخالفینو ته یې انتخاباتو کې دخپل شکست باور شوی دی ځکه انتخاباتو نه دتېښتې لاره ګوري.

مرکز کې د واکمن ګوند پاکستان مسلم لیګ مرستیالې مشرې مریم نواز تېره ورځ فیصل اباد کې دخپل ګوند پلویانو ته وینا کې ویلي دي چې انتخابات به ارو مرو کیږي خو تر انتخاباتو وړاندې به احتساب کیږي.

هغې دعدلیې کردار ته په اشارې سره ویلي چې که دتلې دواړه چابړي توله کړل شي نو بیا دوي بې شکه انتخاباتو ته تیار دي.

الیکشن کمیشن تېره اوونۍ ویلي وؤ چې دانتخاباتو په اړه به د سپریم کورټ پرېکړه عملي کوي.

دپنجاب صوبې اسمبلي په 14مه اؤ دخیبر پښتونخوا اسمبلي په 17جنورۍ ماته کړل شوې ده چې دهغې نه وروسته تحریک انصاف ګوند په دغو دواړو صوبو کې دایین له مخې په 90 ورځو کې دننه دانتخاباتو نیټې اعلانولو لپاره عدالت ته رجوع کړې وه اؤ هم سترې محکمې له خپله انده دانتخاباتو دنیټې په نه اعلانېدو نوټس اخستی ؤ.

تېره اوونۍ سپریم کورټ خپله پرېکړه کې ویلي وؤ چې داسمبلیو ماتېدو نه وروسته په 90 کې نوې ټاکنې کول دایین له مخې ضروري دي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:59 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00