شاته

په سخت سیاسي تاؤتریخوالي کې پي ټي ایي نن لاهور کې انتخابي لاریون کوي، حکومت دفعه 144نافذ کړه

په سخت سیاسي تاؤ تریخوالي کې دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نن (یکشنبه/اتوار) لاهور کې یو وارې بیا دسیاسي لاریون کولو اعلان کړی خو حکومت ورته په لاهور کې دفعه144 پځائ کړې ده.

عمران خان تور لګولی چې د الیکشن وروسته کولو لپاره دده د وژنې یا کومې بمي چاودنې هڅه کیدای شي خو د واکمن ګوند پاکستان مسلم لیګ مرستیالې مشرې مریم نواز بیا ویلي چې دعمران خان سیاست لاشونو یا مړو ته لیواله دی اؤ ماتې دهغه تقدیر جوړ شوی دی.

تېره اوونۍ هم عمران خان خان لاهور کې دانتخابي لاریون کولو اعلان کړی ؤ خو انتظامیې په لاهور کې دفعه144 پځای کړې وه اؤ په دغه مهال دپولیسو اؤ پي‌ ټي ایي دفعالینو ترمنځ اخ و ډب کې دپي‌ټي ایي دیو فعال د وژل کیدو دعوه شوې وه اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي هم وؤ.

د خالي په ماښام خپل یو ویډیو بیان کې پخواني وزیراعظم عمران خان دخپل ګوند په فعالینو غږ کړی چې نن داتوار په ورځ بیا لاهور کې انتخابي لاریون ته ځانونه چمتو کړي اؤ ویلي یې دي چې ددې لاریون مشري به دی پخپله کوي.

دعمران خان ددې اعلان سره سم دپنجاب نګران حکومت په لاهور کې 144 پځای کړې،په لاریونونو اؤ جلسو یې بندیز لګولی اؤ د رینجرز ځواکونه یې رابللي دي.

دپنجاب داطلاعاتو نګران وزیر عامر میر رسنیو ته ویلي عمران خان په داسې ورځ د انتخابي لاریون اعلان کړی چې په دې ورځ لاهور کې یو خو دپي ایس ایل یوه مهمه سیالي کېدونکې ده اؤ بل تر40کلو میټرو د میراتهن اؤ سایکل زغلولو دمقابلو تابیا هم شوې ده.

عمران خان پخپل ویډیو بیان کې ویلي چې( نن به) دلاهور خلک له خپلو کورونو سړکونو ته را اوځي اؤ ښایي به چې قام چرته ولاړ دی.

پخپله وینا کې هغه دچا له نوم اخستو پرته تور لګولی چې دوي هڅه کوي چې هغه ووژني یا کومه چاودنه وکړي اؤ الیکشن پشا بوځي.

دهغه په وینا "ماته معلومه ده چې دالیکشن مخې نیولو لپاره به دوي څه کوي،ټول قام ماسره ولاړ دی ځکه دوي ویریدلي دي "

پاکستاني رسنۍ وایي دتحریک انصاف دانتخابي لاریون دمخې نیولو لپاره دپنجاب نګران حکومت نن د رینجرز ځواکونه هم رابللي دي اؤ دلاهور په مهمو مقاماتو اؤ دعمران خان داستوګنې سیمه زمان پارک کې به رینجرز ځائ پځائ کولی شي.

خو دتحریک انصاف مرستیال مشر شاه محمود قریشي لاهور کې ددفعه144 پځائ کیدو باوجود دخپل ګوند په فعالینو غږ کړی دی چې ځانونه ارو مرو زمان پارک ته ورسوي.

هغه رسنیو ته ویلي چې ددفعه144لګولو اقدام غیر اییني دی نو نن به دوي ددې اقدام پرضد عدالت ته ځي.

دعمران خان دانتخابي لاریون په اعلان خپل غبرګون کې دمسلم لیګ نواز ګوند منتظیمې اؤ مرستیالې مشرې مریم نواز په عمران خان تور لګولی چې هغه لاشونو ته لیواله اؤ ددې جوګه نه دی چې سیاستمدار ورته وویل شي.

خپل یو بیان کې مریم نواز ویلي چې دعمران خان هره چاره ناکامه شوې اؤ هغه اوس په دې پوهه شوی دی چې ماتې یې تقدیر جوړ شوی دی.

تر دې وړاندې په اتم مارچ لاهور کې د تحریک انصاف ګوند د يو لاريون په مهال د پولیسو او پي ټي ايي د غړو ترمنځ سختې نښتې شوې وې او تحریک انصاف په دغو نښتو کې د خپل یو فعال د وژل کېدو او ګڼو نورو د ژوبل کېدو دعوه کړې وه.

پولیس ویلي وو، د تحریک انصاف د فعالانو په تشدد د درېو لوړ پوړو پولیس افسرانو په ګډون 14پولیس ژوبل شوي وو.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:59 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00