شاته

اسرایل وایي د عسکرو په ډ‌زو کې درې وسله وال فلسطینیان وژل شوي

واشنګټن - په منځني ختيځ کې د وروستیو ناکراریو په لړ کې، د اسرایل پوځ نن د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې د دوی عسکرو درې تنه وسله وال فلسطینیان وژلي دي.

د دوی په وینا، درېیو وسله والو فلسطینيانو د لویدیځې غاړې په شمالي سیمه کې نابلوس ښار ته نږدې په اسرايلي عسکرو ډزې کړي او په جواب کې اسرایلي عسکرو هغوی ویشتلي او وژلي یې دي.

د پوځ په بیان کې راغلي چې وسله والو کسانو د نابلوس ښار لویديځ پلو، په جېټ جنکشن کې د پوځ په یوې پوستې ډزې پیل کړې، او اسرایلي عسکرو یې هم په ډزو جواب ورکړ.

د پوځ په بیان کې ویل شوي: "د ډزو په تبادله کې، درې وسله وال کسان له منځه یووړل شول او یو بل وسله وال کس ځان [اسرایلي] ځواکونو ته وسپاره او تسلیم شو."

تېر کال د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ تشدد زیات و، مګر د کله نه چې په ډسمبر میاشت کې بنیامین نتینیاهو د یو سختدریځه یهودي ائتلاف په مشرۍ د وزیراعظم په توګه واک اختیار ته ورسېد، په تشدد کې نوره هم اضافه راغله.

د ۲۰۲۳ کال د پیل راهېسي، د اسرایلیانو او فلسطینیانو ترمنځ شخړو کې لږ ترلږه یو اتیا (۸۱) فلسطینیان وژلی شوي چې په کې ماشومان، لویان، تندلاري او عام خلک شامل دي.

بل اړخ ته اې اېف پي خبري ادارې د د رسمي ذرائعو په بنیاد رپوټ ورکړی چې په دې موده کې دوولس اسرایلیان هم وژلی شوي چې درې ماشومان، یو پولیس، او یو د اوکراین شهري هم شامل دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:59 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00